د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د خوست مدني فعالان: له حکومت نه خپل حقونه غواړو


د دوشنبې په ورځ د خوست سلګونو مدني فعالانو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې افغان حکومت ته د یادې سیمې د خلکو اساسي غوښتنې وړاندې کړې او ګواښ يې وکړ، که تر پنځلسو ورځو د دوی غوښتنو ته پام ونشي، نو خپل مدني حرکتونه به تر کابله وغځوي.

دوی د خوست لپاره برېښنا، د غلام خان بندر ترانزیټ، پر هوايي ډګر د عملي کار پیل، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول او د خوست ولایت د ملکي او امنیتي ادارو د تشکیلاتو د لوړولو اړتیا د خپلو مهمو غوښتنو په توګه یاده کړه.

د خوست یو تن مدني فعال محمد غفور مهیدي ازادي راډیو ته وویل چې د خوست خلک به په سوله ییزه توګه د خپلو حقونو د غوښتلو بهیر روان وساتي او کچېرې اړتیا پېښه شوه، نو دغه غږ به ان تر ارګه ورسوي.

محمد غفور مهیدي زیاته کړه:

"موږ به خپل حق غواړو، حق اخیستل کیږي، خو تر هغه ځایه چې د ولسواکو نظامونو په ښېګڼو او ګټو پورې تړلې دي، هغه به موږ د سوله ييزو غوښتنو له لارې تعقیبوو، کچېرې ونشوه د خوست مدني ټولنه ژمنه ده چې دغه غږ به ان تر ارګه پورې هم رسوي."

دوی وايي،که چېرې اړتیا پېښه شوه، نو دغه غږ به ان تر ارګه ورسوي.
دوی وايي،که چېرې اړتیا پېښه شوه، نو دغه غږ به ان تر ارګه ورسوي.

د خوست یو تن ځوان عید محمد سهار وویل چې د دې غونډې ګډونوالو مرکزي حکومت ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ، تر څو د دوی غوښتنې عملي کړي، د نه پاملرنې په صورت کې به د خوست خلک د خپلو اعتراضونو او غوښتنو لړۍ روانه وساتي.

عید محمد سهار وړاندې وویل:

"افغان حکومت ته ۱۵ ورځې وخت ورکړل شو، کچېرې د خوست د خلکو رواء حقونه عملي نشول، نو موږ به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکوو او د دې امکان هم شته چې د خپلو اعتراضونو لړۍ تر کابله ورسوو."

په خوست کې د ملکي او پوځي ادارو د تشکیلاتو کمښت د اساسي ستونزو څخه دي، که څه هم دا ولایت د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې دویمه درجې ته لوړ شوی، خو تر اوسه هم تشکیل يې د درېیمه درجه ولایت پاتې شوی دی.

مدني فعال الیاس وحدت د خوست د ملکي او پوځي تشکیلاتو د پراخېدو د اړتیا په باب وايي:

"خوست هغه پخوانی خوست نه دی، اوس یو پرنفوسه ولایت دی، خو له بده مرغه تشکیلات يې د درېیمه درجه ولایت دي، په ادارو بیروبار زیات دی او ظرفیتونه کم دي، نو کچېرې تشکیلات مو پراخ شي، ګټه به يې داوي چې له یوې خوا به زموږ ځوانان جذب شي، بل لوري ته به زموږ د ولسونو ستونزې ژر، ژر هواریږي، دا د دولت دنده ده چې ولایتونو ته د نفوسو په تناسب تشکیل ورکړي."

د غونډې په پای کې د ګډونوال لخوا څلور ماده ییز پریکړه لیک صادر شو چې په کې راغلي و، د مرکزي حکومت مشران دې تر دې زیات د خوستوالو د زغم او حوصلې ازموینه نه اخلي او لاس په لاس دې د دوی د غوښتنو د عملي کولو لپاره اقدام وکړي.

په پریکړه لیک کې زیاته شوې، مرکزي حکومت دې د دوی غوښتنې د تېر په څېر بابیزه نه ګڼي او که په اړه يې تر راتلونکو پنځلسو ورځو عملي اقدامات ونشي، د خوست د ولسونو له جدي غبرګون سره به مخامخ شي او د دې مدني حرکتونو لړۍ به تر کابله ورسوي.

تر دا مهاله د خوست سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG