د شفافیت څار اداره وایي، دا مهال د افغانستان په ګوډ ګوډ کې په شاوخوا دوه زره سیمو کې د کانونو غیر قانوني کیندنې روانې دي.
د دغې ادارې د استخراجي صنایع مسوول اسد الله زمری وایي، ناامنۍ او د افغانستان په حکومت کې د لازم ظرفیت نشتوالي د دې کار د مخنیوي هڅې ناکامه کړې دي.
د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان له ښاغلي زمري سره د افغانستان د کانونو په اړه مرکه کړې ده.