د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

د کابل د نننۍ انتحاري حملې په اړه غبرګونونه


د کابل نننۍ انتحاري او ډله ییزې حملې د افغانستان د علماوو شورا په ګډون د بېلا بېلو ادارو او د بشري حقونو د سازمانونو تند عکس العملونه راپارولي دي.

د پاکستان د حکومت په ګډون د افغانستان د علماوو شورا، جمهوري ریاست، د افغانستان اجراییه ریاست، د بشري حقونو سازمان، عام وګړي او نورې بېلابېلې ادارې دا پېښه په کلکو ټکو غندي.

د کابل د نن سهار انتحاري او ډله ییزه حمله چې سلګونه کورنۍ یې د غم ټغر ته کېنولې د بېلابېلو چارواکو او ادارو له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د افغانستان د علماوو شورا غړي دا حمله د مسلمان وژنې هڅه بولي او په کلکو ټکو سره یې غندي.

د دې شورا غړي شفیع الله نورستاني له ازادي راډيو سره په خبرو کې له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې د خبرو له لارې باید له حکومت سره خپلې ستونزې حل کړي.

هغه زیاته کړه:

"دا ډېر ناوړه عمل دی او موږ یې په کلکو ټکو غندو، ښکلیو غاړو ته زموږ پیغام دا دی چې له ورور وژنې او مسلمان وژنې څخه لاس واخلي او د مذاکراتو له لارې خپلې ستونزې حل کړي."

دغه انتحارې حمله نن سهار د لومړۍ حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته د ساتنې ریاست سره وشوه.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې دې حملې د ملکیانو او امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۸ کسان ووژل او ۱۸۳ نور یې ټپیان کړل.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په نننۍ انتحاري حمله کې ۳۲۷ ټپیان او ۷ جسدونه د کابل امبولانسونو په وسیله روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د دې خونړۍ حملې د غندلو ترڅنګ وایي چې دا ډول پېښې به له تروریزم سره د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو او خلکو اراده کمزوې نه کړي.

له دې سره هم مهاله د افغانستان اجراییه ریاست بیا وایي، دغه ډول بریدونه چې ډېری قربانیان یې ولسي وګړي دي په ډاګه کوي چې وسله وال له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او هڅه کوي چې له دې لارې خپل حضور وښیې.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي هم د دې حملې په غندلو سره له افغان امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

د دې جرګې غړي فرهاد سخي په دې اړه وویل:

"د نن ورځې حملې چې په ډېر وحشیانه ډول د افغانستان د ملت په وړاندې د پاکستان حکومت یا دهغو د ملاتړو لخو وشوې په ډير سختو ټکو سره غندو او د افغان ځواکونو له شهادت او زړه ورتیا څخه درناوی کوو."

د افغانستان کورنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په لېږلو سره ټينګار کړی چې د دغو حملو د عاملانو د پیدا کولو لپاره به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا د کابل ښار د نن ورځې د حملې په غبرګون کې ویلي چې له دې حملې څرګندیږي چې وسله وال طالبان د سیمې د استخاراتو په لار ښوونې دا ډول کړنې کوي او د جګړې د پای ته رسیدو لپاره هیڅ ډول استقلالیت نه لري.

پاکستان هم د کابل نننۍ حمله غندلې او په حملې کې یې د وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي حکومت یې د ترهګرو هره بڼه غندي او د افغانستان خلکو سره خپل یووالی او ورورګلوي ساتي.

عام وګړي هم د کابل ښار نننۍ حمله په سختو الفاظو غندي.

دوی وایي چې حکومت باید د دا ډولو حملو مخنیوي لپاره هڅې چټکې کړي.

د کابل ښار دوو تنو اوسیدونکو ازادي راډيو ته وویل:

"نن تاسې ګورئ چې ټول ښار کې وحشت ځپلی هیڅوک نښکاري پرته له پوځي کسانو څخه ، دا ډول حملې په کلکه غندو دا د اسلام ضد عمل دی دوی د اسلام له نوم نه غلته استفاده کوي."

"چې کله چاودنه وشوه ټوله مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتې ده، دا ډول حملې غندو او له حکومت څخه غواړو چې پدې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي."

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل بیا د دې حملې په عکس العمل کې پر وسله والو مخالفینو غږ کوي چې له انسان وژنې لاس واخلي او له سیاسي لارو خپلې غوښتنې مطرح کړي.

هغه زیاته کړه:

"زموږ پیغام وسله والو مخالفانو ته دا دی چې یوه ورځ به د دغو ټولو عملونو پوښتنه به درنه کېږي او په دغه لاره کې خپلو شومو اهدافو ته هیڅ کله نشي رسېدلی، د دې پرځای چې دوی په هېواد کې د خلکو ترمنځ محبوبیت پیدا کړي، د دغه ډول شومو عملونو له وجې دوې د خلکو نفرت له ځان سره پیدا کولی شي او دوی باید له جګړې څخه لاس واخلي."

نوموړي همدارنګه پر افغان حکومت او ملګرو ملتونو هم انتقاد کوي چې نه دي تواندیلي د افغانانو ژوند خوندي کړي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان وایي سره له دې چې د دغو وسله والو مخالفانو مرکزونه معلوم دي خو بیا هم ملګري ملتونه او افغان حکومت نه دی توانیدلی چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG