د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

کونړ کې د پولیو مثبتو پېښو کونړیان اندېښمن کړي


په کونړ کې خلک په دې وروستیو کې د پولیو مثبتو پېښو ثبتېدو اندېښمن کړي.

یاد خلک شکایت کوي چې د واکسینو په برخه کې مسؤلو کسانو خپل خپلوان په دندو ګمارلي او هم کومې پیسې چې د کمپاینونو په نومونو راځي هغه په شخصي جیبونو کې اچول کېږي.

دوی وايي، همدا لامل دی چې په هر کمپاین کې په زرګونو ماشومان له واکسینو پاتې کېږي او په وجه يې دوه مثبتې پېښې په کونړ کې موندل شوی او د نورو د پیدا کېدو وېره هم شته.

د کونړ اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل ډېری وختونه يې په ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاینونو په اړه غونډې کېږي، د هر کمپاین په پیل کې یو څو معلوم ماشومان د ولایت مقام ته راوستل شي، هغو ماشومانو ته واکسین خولو کې واچول شي، خبریالان پرې راپورونه جوړ کړي، خو دغه کمپاینونه یواځي دولایت او ولسوالیو مرکزونو پورې محدود پاتې کېږي او نورو لرې پرتو سیمو ته د واکسینو کار کوونکي نه ځي او همدا لامل دی چې په هر کمپاین کې په زرګونو ماشومان له واکسینو بې برخې کېږي:

"نوم مې صفي الله د کونړ اوسیدونکی یم، دواکسینو کمپاینونه یوازې په مرکز او د ولسوالیو په بازارونو کې ترسره کېږي او لرې ساحو ته څوک نه ځي، په شلتن ولسوالۍ کې خو دا څلورم کال دی چې واکسین نه دي شوي."

"زه محسین د کونړ ولایت اوسیدونکی یم، د کونړ په امنو ساحو کې واکسین ترسره کېږي خو اکثره نا امنه ساحې ترې پاتې وي،د شلتن ولسوالې چې پراخه ساحه او ډېر نفوس لرې د تېرو څو کالو په کې واکسین نه دی شوی، همدا لامل دی چې په روان کال کې په کې دوه مثبتې پېښې پیدا شوي، موږ وېرېږو چې نور ماشومان به هم په دې مرض اخته شي."

دوی وايي، کومې پیسې چې د واکسینو د کمپاینونو دښه ترسره کولو لپاره راځي هغه شخصي جیبونو ته ځي:

"مشرانو ټول خپل خپلوان له ځانه را تاو کړي دي، کومې پیسې چې د واکسینو په نوم ورکول کېږي هغه په شخصي جیبونو کې اچول کېږي."

خلک وايي، همدا لاملونه دي چې تراوسه زیات خلک د واکسینو د ګټو په اړه معلومات نه لري.

په کونړ کې د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر احسان فضلي ازادي راډیو ته ومنله چې له یوې خوا د فلج ناروغۍ د ضررونو او د واکسینو د فایدو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام کمزوری دی او له بل پلوه د واکسینو مخالفینو خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړی دی نو ځکه په ډېرو ساحوکې د واکسینو مخنیوی کېږي:

" په ۲۰۱۶ کال کې لومړۍ مثبته پېښه هم کونړ کې پیدا شوې او درېیمه هم، تقریباً موږ په اتوو ولسوالیو کې د ستونزو سره مخ یو، هلته د وسله والو موجودیت، د خلکو نه اګاهي او د یو شمېر کسانو لخوا د واکسینو په ضد بد تبلیغات د دې لامل شوي چې موږ د پولیو په له منځه وړولو کې ناکام شوي یواو په یو شمېر سیمو کې نهه زره ماشومانو له موږ پاتې کېږي."

پوښتنه دا پیدا کېږي چې حکومت او نړیواله ټولنه د ډېر زور او امکاناتو درلودو سره بیا هم په دې برالي نشو چې په ټولو ساحو کې د واکسینو کار کوونکو ته د کار زمینه برابره کړې څو ماشومان له دغه خطرناک مرض وژغورې.

ایا لامل يې هم په د فترونو کې د ناستو مسؤلینو لخوا په خپل ځای د مرستو نه لګول او د رابطو او واسطو له مخې د داسې کسانو په دندو ګمارل دي چې د ولسوالیو له مرکز او تور سړک څخه بلخوا د قدم اخستلو جرات هم نشي کولی.

ښاغلی فضلي وایي دوی خلکو ته د بې پرې خدماتو په وړاندې کولو مسؤل دي او هرڅوک چې د خپل واک څخه بده استفاده کوي دوی به ورته اجازه ورنه کړي:

"عامه پوهاوی هم نه دی شوی او بل د وسله والو شتون هم د دې باعث شوی چې موږ ماشومانو ته د واکسینو په ورکولو نه یو بریالي شوي ،زموږ پرسونل د بشر د اصولو او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ په اساس خپلو ولسونو ته په بې پرې ډول خپل خدمات عرضه کړي او په هیڅ ډول مالي او نورو مسایلو کې دلاس وهنې حق نه لرې او که هرڅوک چې دغه ډول کار وکړي هغوی ته به اجازه ورنه کړي."

هغه له خلکو وغوښتل چې په نوي پیل شوي کمپاین کې ورسره پوره همکاري وکړي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د فلج دوه مثبتې پېښې موندل شوي او خلک وېره لري که چېر ته د واکسینو په برخه کې شته ادارې فساد له منځه لاړنشي او په ټولو ساحوکې ماشومانو ته واکسین ورنه کړل شی نو کېدای شي چې نور کوچنیان به هم په دغه لاعلاجه ناروغۍ اخته شي.

راپور: روح اللهانوري

XS
SM
MD
LG