د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

غله څه ډول د ولسي جرګې خزانې ته ځان ورساوه؟


هغه افسر چې د ولسي جرګې له خزانې یې د ملیونونو افغانیو د غلا کولو ناکامه هڅه کوله نیول شوی دی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دې مطلب په څرګندولو سره وايي چې د ولسي جرګې پخوانی دغه افسر د شنبې په شپه د یادې جرګې مالي برخې ته ننوتی وو.

په کلیو، بازارونو، کوڅو او مارکېټونو کې وخت نا وخت د غلاوو له ډېرو راپورونو او اندېښنو وروسته دا ځل د ولسي جرګې په مالي برخه کې د لوټمارۍ ناکامه هڅه شوې ده.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د دې جرګې یو پخوانی افسر د شنبې په شپه له دې جرګې څخه د ملیونونو افغانیو د غلا په تور نیول شوی دی.

وکیلان وايي، دا افسر اته کاله د ولسي جرګې امنیتي کارکونکی پاتې شوی خو دوه میاشتې کېږي چې له وظیفې لرې شوی وو.

د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون غړي ذکیې سنګین ازادي راډيو ته وویل چې د دې وضاحت د پیدا کېدو په لټه کې دي چې دا افسر د چا په همکاری دومره وړاندې تللی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د دوه شپې مخکې غلا چې د ولسي جرګې په مالي برخه کې کېدله د هغې ساتنمن له خوا وه چې مخکې یې دلته وظیفه کوله او د هغه مهارت له مخې چې یې درلود غوښتل یې تنخواوې غلا کړي، مالي برخه دوه دروازې لري دا چې دا څنګه خلاصې شوي دا د اندېښنې وړ پوښتنه ده."

د ولسي جرګې د غړیو په وینا د غلا د دغې هڅې په وخت کې د دوی ملیونونه افغاني معاش او د دې جرګې مصارف په خزانه کې موجود وو.

ګل کریم حقمل چې د ولسي جرګې ساتنه پرغاړه لري وايي هغه وخت چې ماښام ۷ بجې دی پر ګزمه وو یو ناڅاپه د مالي برخې خلاصو دروازو ته متوجې شو.

ساتونکی حقمل وايي، هغه وخت یې وسله نه درلوده خو شعبې ته له ننوتو سره ګوري چې دنګ یو سړی یوه بکس ته د پیسو پر اچولو لګیا دی.

د دې سرتېري په وینا غلا کونکي کیلیانې لرلې او د هغې په واسطه یې څو دروازې خلاصې کړي وې.

هغه زیاته کړه:

"چې ګورم بند کلپونه خلاص شوي دي بې له دې نه چې په یو څه مات شي هغه په کیلي خلاص شوي وو د ننه چې ولاړم ګورم چې سړی پکې ناست دی."

و مو غوښتل چې په دې اړه د ولسي جرګې د امنیتي او پالیسي جوړونکو چارواکو نظر هم ولرو خو دوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ولسي جرګه وايي چې د دې موضوع د روښانه کولو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی خو دې پلاوي لا خپلې څېړنې بشپړې کړي نه دي.

د کابل امنیه قوماندانی بیا وايي چې د پولیس له دغې پخواني افسر څخه یې څېړنې بشپړې کړي او د اسنادو له بشپړولو سره به هغه عدلي او قضایې ارګانونو ته ور وپيژني.

د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو د څېړنو مشر فریدون عبیدي ازادي راډيو ته وویل چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی دی.

هغه زیاته کړه:

"دا کس د پولیسو له خوا نیول شوی او موضوع تر څېړنې لاندې ده خپله نیول شوي شخص هم په جرم اعتراف کړی دی، اسناد یې بشپړیږي او د لا څېړنو لپاره لویې څارنوالی ته لېږل کېږي."

د ملي شورا یو شمېر غړي ټينګار کوي چې د غټو غلاوو تر شا د ځينو زورواکو لاس وي چې په لوی لاس ورته زمینې برابرېږي.

دوی وايي چې د غلاوو د مخنیوي لپاره باید لومړی د لوړ پوړو ځینو چارواکو لاس له فساده لنډ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG