د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

عظیمي: بلخ کې د مخدره موادو په کښت کې زیاتوالی راغلی


د نشه یي توکو سره د مبارزې په وړاندې د وزارت چارواکي وايي چې په ټول هېواد کې ۳ میلیونه افغانان په مخدره توکو روږدې دي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي په شمال په ځانګړي ډول بلخ ولایت کې د مخدره توکو د کر کیلې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښايي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیرې مزارشریف ته د یوه سفر په ترڅ کې چې هدف یې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د محلي حکومت سره همغږي ښودل شوې، رسنیو ته وویل چې په شمال په ځانګړي ډول بلخ کې نسبت بل هر وخته د مخدره توکو په کرکیله کې زیاتوالی راغلی دی.

سلامت عظیمي وویل چې تر ټولو ډېر کوکنار د بلخ په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې کښت شوي دي.

د مېرمن عظیمي په خبره چې په ټول هېواد کې ۳ میلیونه کسان په مخدره توکو روږدي دي چې له دې جملې ۱،۵ میلیونه یې ځوانان دي او په کې ۲،۵ سلنه ښځې هم شاملې دي.

عظیمي یې په اړه وویل:

"د ملي یوالي حکومت په مخدره توکو د روږدو کسانو د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی، او په پام کې لري ترڅو د عمل برنامې په تطبیق سره دا کچه راکمه کړي."

د سلامت عظیمي په خبره چې د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت د عمل برنامې په تطبیق سره به د کښت شویو مخدره توکو کچه تر ډېره حده راکمه شي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیره وایي چې د دې وزارت د عمل برنامه ولسمشر تایید کړې او د ملګرو ملتونو د سازمان په ۸۰ اجلاس کې د اجراییه رئیس لخوا یادې غونډې ته وړاندې شوه.

د عمل برنامه په کال ۲۰۱۵ کې پیل شوې او د ۲۰۱۹ کال تر پایه به د پنځو کلونو لپاره دوام وکړي.

د سلامت په خبر چې د قانون تنفیذ، د مخدره توکو د قاچاق او ترافیک د قانون اجرآ او د عامه نظم تامین په دې برنامه کې شامل موارد دي.

هغې وویل:

"د مخدره توکو د مخه چمتو شوي مواد مخ نیوی، د مخدره توکو څخه د استفاده کوونکي مخ نیوي او د مخدره توکو د پروسس مخ نیوی هغه څه دي چې د یاد وزارت د عمل په برنامه کې شامل دي."

سلامت عظیمي وايي چې د مخدره توکو د مخه تولید شوي ضروري توکي او د هغو د پروسس مواد له افغانستانه بهر برابریږي، او په همدې علت نړېواله ټولنه باید له افغان حکومت سره په ګډه د مخدره توکو په وړاندې مبارزه په مخکې ونیسي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG