د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

افغانستان به راتلونکې اوونۍ۵۰بې پيلوټه کشفي الوتکې ترلاسه کړي


د هوايي ځواکونو قوماندان عبدالوهاب وردګ
د هوايي ځواکونو قوماندان عبدالوهاب وردګ

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به لسګونه کشفي بې پيلوټه امریکایي الوتکې دغه هېواد ته را ورسیږي.

د دغه وزارت د هوايي ځواکونو قوماندان عبدالوهاب وردګ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا الوتکې به د هوايي ځواک په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.

خو د پوځي چارو کارپوهان بیا وایي، په افغانستان کې روانې جګړې چریکي بڼې لري او بې پیلوټه کشفي الوتکې په کې ډیرې ګټورې نه تمامیږي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو پر نیمګړتیاوو که څه هم انتقادونه موجود دي او ویل کیږي چې د کشف او محاربې پر مهال له ستونزو سره مخ دي، خو دفاع وزارت وایي راتلونکې اوونۍ به ۵۰بې پيلوټه کشفي الوتکې ترلاسه کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د هوايي ځواکونو قوماندان عبدالوهاب وردګ د پنجشبنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا الوتکې کشفي دي او کولای شي تر ډيرې اندازې د هوایي ځواکونو کشفي فعالیتونه پیاوړي کړي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه:

"په همدې راتلونکي اوونۍ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د ورکړې پروسه هم پرانیستل کیږي دا شاوخوا ۵۰ الوتکې دي چې کشفي دي او محاربوي وظیفه نه شي اجرا کولای."

له دې سره ښاغلی وردګ وايي چې یوه اوونۍ وړاندې امریکايي ا۲۹ ډوله اته الوتکې هم د جنګ میدان ته داخلې شوي چې همدا اوس د مرکز، لویدیځ او شمال په زونونو کې د مخالفو وسله والو د له منځه وړلو په عملیاتو کې برخه لري.

ا۲۹ ډوله اته الوتکې په تير ژمي کې په دوو پړاونو کې افغان حکومت ته وسپارل شوې.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دا الوتکې محاربوي دي چې د ۲۰۰ کیلویې بمونو د غورځولو توان لري او تر ډيره هوايي قواوو ته د نږدې ملاتړ په برخه کې اغیزناکې دي.

له دې ټولو نويو مرستو سره افغان هوايي ځواکونه وايي چې د جنګ د قابو کولو لپاره یې څو کلنی اړتیاوې لا هم پوره شوي نه دي.

ښاغلی امرخېل وايي، د افغانستان په جګړه کې چې تر ډيره چریکي بریدونه کیږي.
ښاغلی امرخېل وايي، د افغانستان په جګړه کې چې تر ډيره چریکي بریدونه کیږي.

قوماندان وردګ وايي چې دوی لا هم سپکو او متوسطو ټرانسپورټي الوتکو، جنګي او اکمالاتي هلیکوپټرو، د بمبار او کشف الوتکو ته اړتیا لري.

خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان جګړې ته د شاوخوا پنځوسو بې پیلوټه کشفي دغو الوتکو داخلیدل به څومره اغیزناک وي.

د پوځي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان په جګړه کې چې تر ډيره چریکي بریدونه کیږي اصلاً د دا ډول کوچنیو الوتکې الوتنې ګټه نه لري.

له دې ډلې یې عتیق الله امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې د بې پیلوټه دې الوتکو پر ځای په کار ده چې له هوايي ځواک سره جنګي الوتکې چې د حملو توان ولري مرسته وشي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"موږ ته د جنګي الوتکو ډيره اړتیا ده او په همدې ډول د کشفي غټو الوتکو لکه اف‌‌۱۶،م۲۱،۲۲م۴ ضرورت دی، دا هغه الوتکې دي چې اداره کیږي خو هغه طیارې چې اوس یې مرسته کیږي اصلاً الوتکې نه دي او اغیز نه لري که پنځوس هم وي ګټه نه لري."

هغه وايي چې بې پیلوټه کشفي الوتکې په جبهه یې جنګونو کې اغیزمندې وي چې د هغه په باور په متحرکو جنګونو کې له دې ډول طیارو څخه تېروتنې ډيرې کیدای شي.

ښاغلی امرخېل د افغانستان د هوایي ځواکونو په پوره تجهیز کیدو ټينګار کوي وايي چې دا ځواکونه باید د امریکا او ناټو له خوا په اساسي توګه پیاوړي شي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG