د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

کندز کې د پوځي عملیات پر مهال ۱۷ وسله وال وژل شوي


د کندز امنیتي چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۴ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډیو ته وویل چې له تېرې شپې راهیسې د دې ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ او د کندز ښار اړوند سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد تصفیوی عملیات دوام لري چې په پايلې کې ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه یې ټپیان شوي دی.

ښاغلي جنګل باغ وویل چې یاد عملیات به تر هغو روان وي څو ټولې سیمې د وسله والو طالبانو له موجودیت څخه پاکې کړي.

له تېرې شپې راهیسي په دشت ارچي د طالبانو پر ضد عملیات دوام لري
له تېرې شپې راهیسي په دشت ارچي د طالبانو پر ضد عملیات دوام لري

هغه زیاته کړه:

"دغه عملیات چې اوس مهال په کندز کې د وسله والو طالبانو د ځپلو به هدف جریان لري، موږ ګام په ګام پرمخ ځو څو د دې ولایت ټولې سیمې په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړو."

نوموړي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې دوه لوی کلي په دشت ارچي او د کندز ښار اړوند د الچین سیمه د طالبانو له شتون څخه تصفیه شوې.

په ورته وخت کې د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې د جګړو له امله یې خپلې سیمې پريښي وايي د جګړو دوام یې د ژوند چاري له خنډ سره مخ کړي.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید په یادو سیمو کې د وسله والو د ځپلو په هدف عملیات چټک کړي ترڅو ټولې سیمې د وسله والو له ګواښ څخه خوندي شي.

خلک وايي چې د سیمي په تصفیه کېدو سره دوی بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

له دوی څخه یو تن ازادي راډیو ته وویل:

"د دې جګړي له امله په زرګونه خلک له خپلو کورونو څخه بېځایه شوي دي او یو ګام چې وړاندې ولاړې او بیا له هغه ځايه څخه بېرته دوه قدمه ترشاه راځې، دغه مشکل دی موږ هم حیران پاتې یو."

د یادونې وړده چې له دوو اونیو راهیسې په کندز ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات دوام لري چې له کبله یې په زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG