د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

یونان به ترکيې ته شاوخوا ۲۰۰ نور کډوال واستوي


ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ ترکیې ته شاوخوا ۲۰۰ نور کډوال د یونان له خوا واستول شي.

دا کار د هغه توافق له مخې کېږي چې ترکیې له اروپایې اتحادیې سره د کډوالو د بحران د کمولو په هدف کړی دی.

د دغو کسانو د هویت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د ترکیې یوې حکومتي سرچینې د سې شنبې په ورځ ویلي چې د شاوخوا ۲۰۰ کډوالو دغه نوې ډله به د چهارشنبې په سهار د یونان له لیزبوس جزیرې څخه د اژه سمندرګي له لارې د ترکیې Dikili دیکیلي نومې ښار ته ورسیږي.

تر اوسه د دغو کډوالو د هویت او هم د لوژستیکي امکاناتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د دوشنبې په ورځ هم له یونانه ۲۰۲ تنه کډوال د هغه توافق له مخې بېرته ترکیې ته ولیږل شول چې په اروپا کې د کډوالو د روان بحران د هواري په هدف د ترکیې او اروپایې ټولنې ترمنځ شوې دی.

په هغو کډوالو کې یوازې دوه تنه یې د سوریې وګړي وو، خو پاته نور د پاکستان، افغانستان او هم د نورو افریقایې او منځني ختیځ هېوادونو وګړي وو.

تر بیړني راجسټرکولو او روغتیایې معایناتو وروسته به دغه نوي کډوال په بسونو کې د ترکیې کرکلیرلي Kirklareli سیمي ته واستول شي.

دوی به ترهغه وخته په دې ځای کې پاته شي چې خپلو هېوادونو ته تر استول کیدو دمخه یې دوسیې د ترکي چارواکو له خوا ارزول کیږي.

ترکیې ته د کډوالو د بیرته ستنولو موافقې د بشري حقونو د ډلو له خوا بحثونه راپورته کړي دي.

تر بیړني راجسټرکولو او روغتیایې معایناتو وروسته به دغه نوي کډوال په بسونو کې د ترکیې کرکلیرلي Kirklareli سیمي ته واستول شي.
تر بیړني راجسټرکولو او روغتیایې معایناتو وروسته به دغه نوي کډوال په بسونو کې د ترکیې کرکلیرلي Kirklareli سیمي ته واستول شي.

​یو انتقاد د بخښنې نړېوال سازمان له خوا دی چې ادعا کوي د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره به ښایې ترکیه یو خوندي هېواد نه وي.

د دغه توافق له مخې ترکیې منلې چې هغه کډوال به بېرته مني چې د روان کال د مارچ تر شلمې نېټې وروسته یونان ته رسیدلي دي.

اروپا منلې چې د هر سوریایې وګړي د بیرته استول کیدو په بدل کې به دوی د ترکیې د کډوالو له لویو کمپونو څخه یو تن مني.

په دې اقدام سره دوی هیله لري چې خلک به وهڅیږي له اژه سمندرګي څخه د تېرېدو له خطره راوګرځي.

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې د هغو ۱۳افغان کډوالو په اړه اندیښنه ښودلې چې د دوشنبه په ورځ د پناه غوښتنې تر وړاندیز دمخه بیرته ترکیې ته واستول شول.

راپور: فریبا ظاهر

XS
SM
MD
LG