د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

۱۳۱ کډوال له یونان څخه بېرته ترکیې ته استول شوي


د روان کال د مارچ مياشتې په ۱۸مه نېټه د اروپايي اتحاديې مشران او د ترکيې حکومت موافقه وکړه چې له ترکيې څخه د اروپايي اتحاديې هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د سېل مخه ونيسي.

د موافقې له مخې، د اپرېل په څلورمه به هغه کسان چې يونان ته د مارچ مياشتې له ۲۰ مې نېټې وروسته رسېدلي، ترکيې ته لېږل کېږي.

ترکيې د دې موافقې په بدل کې له اروپايي اتحاديې مالي مرستې او سیاسي امتيازات تر لاسه کړي.

دوې بېړۍ چې په کې لسګونه پناه غوښتونکي سپاره دي، ترکيې ته ورسېده.

ترکيې د دې موافقې په بدل کې له اروپايي اتحاديې مالي مرستې او سیاسي امتيازات تر لاسه کړي.
ترکيې د دې موافقې په بدل کې له اروپايي اتحاديې مالي مرستې او سیاسي امتيازات تر لاسه کړي.

دا پناه غوښتونکي د اروپايي اتحاديې او انقرې تر منځ د يوې موافقې له مخې بېرته ترکيې ته لېږل شوي.

د پناه غوښتونکو شمېر چې نن د يونان له ليسبوس ټاپو څخه په دوو بېړيو کې ترکيې ته رسېدلي، ۱۳۱ کسانو ته رسېږي.

درېيمې بېړۍ چې په کې ۶۶ نور پناه غوښتونکي وو او ډېری يې افغانان وو، له کيوس جزيرې څخه د ترکيې ديکلي ساحلي ښار ته رسېدلې.

دا پناه غوښتونکي لومړي کسان دي چې د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د موافقې پر بنسټ، ترکيې ته لېږل کېږي.

زرګونه نور پناه غوښتونکي له ورته راتلونکي سره مخامخ دي په ځانګړې توګه هغه کسان چې د مقدونيه او يونان پر پوله په خېمو کې اوسي.

دوی له اروپايي اتحاديې هېوادونو څخه ترکيې ته د پناه غوښتونکو له لېږلو سره سخت مخالفت کوي.
دوی له اروپايي اتحاديې هېوادونو څخه ترکيې ته د پناه غوښتونکو له لېږلو سره سخت مخالفت کوي.

له دغو پناه غوښتونکو څخه ډېری افغانان دي، خو د سوريې او عراق اوسېدونکي هم په کې شامل دي.

دوی له اروپايي اتحاديې هېوادونو څخه ترکيې ته د پناه غوښتونکو له لېږلو سره سخت مخالفت کوي.

يو عراقي پناه غوښتونکی عبدالرحمان وايي، کور ته بېرته تګ ورته له امکانه لېري خبره ده:

"هغه کسان چې له خپله هېواد تښتېدلي دي، څنګه کولای شي بېرته هلته ولاړ شي؟ دا پرېکړه د اروپايي قوانينو سره په ټکر کې او غير اخلاقي ده، د هغو کسانو بېرته لېږل چې د دې ځای په سوله او امنيت پسې راغلي، يو غير اخلاقي کار دی او د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده."

د بشري حقونو مدافع ادارې او د پناه غوښتونکو پلويان هم د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ موافقه غندي.

دا موافقه د "يو د بل په مقابل کې" په نوم يادېږي، دا په دې مانا چې اروپايي اتحاديه به د يوه قانوني پناه غوښتونکي په بدل کې چې قبولوي يې، يو غير قانوني پناه غوښتونکی ترکيې ته لېږي.

ترکيې د دې موافقې په بدل کې له اروپايي اتحاديې څخه پيسې او سياسي امتيازات تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG