د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

دانش: روان کال د اصلاحاتو لپاره لازم تدابیر نیول شوي


د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش

د ولسمشر دویم مرستیال وایي، د حکومت د تشکیلاتو په بشپړېدو سره به په بېلابېلو برخو کې اصلاحات پراخ شي.

سرور دانش ولسي جرګې ته د حکومتي څوکیو لپاره د درېیو نوماندانو د معرفي کولو پر مهال وویل چې په مرکز او ولایتونو کې اداري جوړښتونه تقریباً نوي شوي او د اصلاحاتو راوستلو لړی پیلېدونکې ده.

په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تېرېدو حکومتي ادارې په فساد او کم کارۍ تورنېږي حکومتي لوړ پوړي چارواکي په روان کال کې د لازمو تدابیرو د عملي کېدو ژمنې کوي.

د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش وايي چې د ادراي تشکیلاتو له بشپړېدو سره به د ملي وحدت حکومت چارواکي په بېلابېلو برخو کې ا صلاحات پیل کړي.

نوموړي چې د دوشنبې په ورځ یې ولسي جرګې ته د کورنیو چارو وزارت، لویې څارنوالي او د سترې محکمې د غړیتوب لپاره نوماندان معرفي کول وویل، که دا کسان رایه واخلي د حکومت اداري تشکیلات به تر ډېره بشپړ او د اصلاحاتو لړۍ به چټکه شي.

دانش وايي چې د ادراي تشکیلاتو له بشپړېدو سره به په بېلابېلو برخو کې ا صلاحات پیل کړي.
دانش وايي چې د ادراي تشکیلاتو له بشپړېدو سره به په بېلابېلو برخو کې ا صلاحات پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د اصلاحاتو د پلي کېدو لپاره د ملي وحدت حکومت رهبري په روان کال کې لازم تدبیرونه او تیاری نیولي دي، په تېر یو نیم کال کې په بیلابېلو عرصو کې نږدې سل تقنیني فرمانونه د عدلیې وزارت او د قوانینو کمېټې له خوا له مرحلو تېر شوي او ډېر یې د تصویب لپاره ملي شورا ته هم لېږل شوي دي."

ښاغلي دانش په دې ورځ کورنیو چارو وزارت ته د تاج محمد جاهد، لویې څارنوالي ته د فرید حمیدي او د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د محمد زمان سنګري د ور پېژندلو په اړه د جمهور رئیس غني فرمان ولسي جرګې ته ولوست.

نوموړي د ولسي جرګې له غړیو وغوښتل چې دهېواد حالاتو ته په کتو دې د دوی په اړه لازم تصمیم ونیسي.

نوموړي د ولسي جرګې له غړیو وغوښتل چې دهېواد حالاتو ته په کتو دې د دوی په اړه لازم تصمیم ونیسي
نوموړي د ولسي جرګې له غړیو وغوښتل چې دهېواد حالاتو ته په کتو دې د دوی په اړه لازم تصمیم ونیسي

جمهوررئیس غني نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې تاج محمد جاهد او فرید حمیدي اړونده دې څوکیو ته نومولي وو.

له دې وړاندې دکورنیو چارو پخواني وزیر نورالحق علومي د دغه وزارت په چارو کې د ډېرو لاس وهنو له کبله استعفا وکړه، خو د لویې څارنوالي پوست بیا د ډېر وخت راهیسې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي له حکومته غواړي چې د پاتې نورو سرپرستانو په اړه هم ژر تر ژره تصمیم ونیسي.

د دې جرګې غړې ناهید فرید د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې حکومت دې نور په هېواد کې د اوږدو مودو راهیسې د ځینو ادارو سرپرستې ختمه کړي.

ناهید فرید وویل چې حکومت دې نور په هېواد کې د اوږدو مودو راهیسې د ځینو ادارو سرپرستې ختمه کړي.
ناهید فرید وویل چې حکومت دې نور په هېواد کې د اوږدو مودو راهیسې د ځینو ادارو سرپرستې ختمه کړي.

نوموړې زیات کړه:

"ولې سرپرستانو ته اجازه ورکړو چې دا دوران پیدا کړي ولې باید دا کار د دې سبب شي چې موږ دې امنیت پیدا نه شو کړای، موږ د اداري پلاوي څخه غوښتنه کوو چې دا قضیه جدي ونیسي او ټولو کسانو ته چې سرپرستان دي د شنبې په ورځ صندوقونه کېږدي."

اوس مهال د کورنیو چارو وزارت تر څنګ د ملي امنیت ریاست او د دفاع وزارت هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او د دې ترڅنګ یو شمېر والیان او ښاروالان هم سرپرستان دي.

د جمهور رئیس دویم مرستیال بیا وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د نورو سرپرستانو په اړه هم تصمیم ونیول شي او ژر به د مرکز، ولایتونو او ولسوالیو په کچه د ملي وحدت حکومت اداري تشکیلات په پوره معنا بشپړ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG