د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

"د مس عینک پروژې په کار کې ځنډ سیاسي لاملونه لري"


سره له دې چې په افغانستان کې کمزوری اقتصاد او په ځانګړي ډول د ځوانانو بېکاري په اساسي ستونزو کې راځي، خو بیا هم افغان حکومت تر ډېره د دې هېواد د معدنونو په راسپړلو او یا د داسو په پروژو پلي کېدو کې چې هغه اوږدمهاله اقتصادي ارزښت ولري د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

د افغانستان د نورو طبعي منابعو په شان په لوګر کې هم د مس عینک لوی کانونه چې د سیمې د هېوادونو په کچه د ښه اقتصادي ارزښت څخه برخمن دي، تر اوسه يې د راسپړلو اساسي کارونه نه دي پیل شوي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی محمداکبر ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې د مس عینک د پروژې د کارونو د اساسي پیلېدنې په تړاو يې له نورو وکیلانو سره یو ځای افغان ولسمشر ته پیشنهادونه کړي، خو د ځنو سیاسي لاملونو پر اساس د دې لويې ملي او اقتصادي پروژې کارونه ځنډېدلي دي.

ښاغلی اکبر ستانکزی زیاتوي:

"موږ څو، څو ځلې رییس صیب جمهور سره هم دا مساله شریکه کړې ده، ځکه چې مس عینک یوه ملي پروژه ده، د افغانستان د عوایدو پوخ تضمینونکی دی، که چېرې په دې ډول ملي پروژو کار پیل شي، کولای شو، د حکومت عادي بودجه ورځنې پوره کړو، خو متاسفانه د بعضو سیاسي ملحوظاتو له کبله دا پروژه درېدلې ده."

ښاغلی ستانکزی وايي، که څه هم د مس عینک د کان استخراج د MCC په نوم یوې چنايي کمپنۍ ته نهه کاله وړاندې په قرارداد ورکړل شوی، خو تر اوسه يې هم اساسي کارونه نه دي پیل شوي.

د لوګر یو تن اوسېدونکی اصیل خان احمدزی هم د مس عینک کانونو د اسخراج مساله ډېره حیاتي بولي:

"هیله مو داده چې د هېواد په سطحه د مس عینک په شان لويې پروژې هغه باید پلي او کارونه يې شروع شي، تر څو له یوې خوا ځوانانو ته د کار زمینې برابرې شي او بل لوري ته هغه کسان چې د معدنونو په برخه کې يې تحصیلات کړي هغه انجینران به هم پر کار شي او په دې سره به د افغانستان عوایدو کچه لوړه شي."

بل لوري ته د مس عینک د کانونو د امنیتي مسایلو په تړاو ډېر کله اندېښنې ښودل شوي، خو د یاد معدن د محافظتي غُنډ قوماندان مل پاسوال سید محمد محسن حسن زاده وايي چې معدن ته نږدې او معدن ته په غزېدلو لارو کې هېڅ ډول امنیتي ستونزې نشته.
نوموړی د کار د ځنډ پر لاملونه بې خبري ښيي:

"تر کومه چې پولیسو پورې اړه لري موږ په امنیتي برخه کې کومه ستونزه نه لرو، دا چې د پروژې کار کله پیلېږي، هغه د لوړو مقاماتو کار دی، موږ په هغه رابطه کوم مالومات نه لرو، خو اوس هم عملاً په لرغونو اثارو کار کوي، نو کله چې د لرغونو توکو د راټولو کار یوې خواته شي، د مس عینک د معدن کار هم پیلېږي."

​یاده دې وي چې په ۲۰۰۷میلادي کال کې د MCC په نامه له یوه چینایي شرکت سره د مس عینک کان قرارداد لاسلیک شو او ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۳میلاديکال کې یې عملي چارې پیل شوې وای، خو د نا څرګندو لاملونو پر اساس د دې مهمې اقتصادي پروژې چارې نه دي پیل شوي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG