د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

امریکا افغان هوايي ځواک ته څلور A-29 جنګي الوتکې ور کوي


د افغانستان د هوایي ځواکونو مسؤلین وایي، د امریکا متحده ایالاتونه به د راتلونکي میلادي میاشتې تر پایه افغان هوایي ځواک ته څلور A-29 ډوله جنګی الوتکې وسپاري.

که څه هم د څو کلونو را په دې خوا د افغان هوایي ځواکونو د نه تجهیز او غښتلتیا خبرې کېدلې، خو اوس دې برخې ته هڅې یو څه جدي شوي او امریکا به هم د دویم ځل لپاره افغان پوځ ته څلور جنګي الوتکې ورکړې.

دافغانستان د هوایی ځواکونو ویاند بهادر ریس خېل د سې شنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان هوایي ځواکونه به په اپریل میاشت کې د امریکا له خوا څلور A29 ډوله جنګي الوتکې ترلاسه کړي.

ښاغلی ریس خېل وایي چې دغه جنګي الوتکي د ۳۶ ډوله وسلو د وړلو او استعمال وړتیاوې لري:

"له پلان سره سم به څلور A-29 یا سوپرتوکانو جنګي الوتکې د اپریل میاشتی تر پایه انتقال، او افغان هوایي ځواکونو ته ورکول شي، دغه الوتکي جنګي دي او شاوخوا د ۳۶ ډوله وسلو د انتقال وړتیا او ښه مانور لری، لږ مصرف لري، او له دی نه پرته موږ نوري MD-530 ډوله هلیکوپټري هم په پلان کی لرو چې په روان کال کې به افغان هوایي ځواکونو ته ورکول شي، څلور باله له دغو هلیکوپټرو څخه به په جوزا، څلور باله د سرطان په میاشت کې او څلور باله به هم د اسد په میاشت کی د مهال ویش سره سم، ان شاء الله افغان ځواکونو ته ورکول شي. "

د امریکا متحده ایالاتونو د تېر کال د ژمي په پیل کې هم افغان هوایی ځواک ته څلورA-29 ډوله الوتکې ورکړې وې.

دا په داسی حال کی ده چې تر دې مخکې هند څلور جنګي هلیکوپټري افغان هوایي ځوکونو ته ورکړي وې، خو دا چې دغه جنګي الوتکې به د افغان هوایي ځواکونو له پیاوړتیا سره څومره مرسته وکړي؟ د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل یې په اړه وایي:

"ټولو لېدلې چې افغانستان څه ډول الوتکي او هوایي ځواک درلود دغه الوتکې چې اوس موجودې دې دا دومره ګټورې نه دي ځکه چې د افغانستان جګړه له بهره پیل شوې او ترهغه وخت پورې چې موږ یو غښتلی ځواک جوړ نه کړو دغه هلیکوپټري او الوتکي چندانې ګټه نه لري، دغه الوتکې چې ۲۰ دانې دي ډېري کمزورې دي حتا په چریکي جګړو کې هم سمه ګټه نه ورڅخه اخیستل کېږي، په لوړه ارتفاع کې الوتنه نه شي کولای او کېدای شي له یوې دهشکې څخه هم متاثرې شي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې مخکي تردې هم د افغانستان د دفاع وزارت ویلي و چې افغان هوایي ځواکونه پرمختللو تجهیزاتو ته اړیتالري او د امریکا متحده ایالات او ناټو دي، دې مسالې ته پام وکړي.

که له یوې خوا پوځي کتوونکي د افغان هوایي ځواکونو په لا پياوړتیا ټینګار کوي، بل لورته په دې وروستیو کې د ناټو عمومي منشي کابل ته د خپل سفر پر مهال افغان پوځ ته د دوامداره هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG