د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

افغانستان

د فرخندې کورنۍ د هغې لپاره د عدالت غوښتنه کوي

د فرخندې کورنۍ د هغې لپاره د عدالت غوښتنه کوي، دا غوښتنه د هغې د لومړي تلين پرمهال د هغې د کورنۍ غړېو کړې. د فرخندې د تلين يوکال پوره شو او په همدې مناسبت پرون پنجشنبې يو شمېر د بشري حقونو فعالانو په کابل کې لاريون وکړ.

د فرخندې ورور مجيب الله له ازادي راډیو سره په مرکه کې وويل چې دوی له حکومته د عدالت تمه لري:

"دوی بايد عدالت پلی کړي. زموږ غوښتنه د راتلونکي نسل لپاره د عدالت پلي کول ده. د راتلونکي نسل لپاره ځکه وايم چې نور فرخنده تکرار نه شي يانې بله نجلۍ د فرخندې له حالت سره مخامخ نه شي."

فرخنده هغه افغانه وه چې تېرکال د شاه دوشمشېره زيارت په انګړ کې وروسته له هغه تر وحشيانه حمله لاندې راغله چې له همدې ډلې څخه یوه کس دا د قران کريم په سوځولو تورنه کړه چې وروسته څرګنده شوه چې دا خبره ريښتيا نه وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو خوست کې نيولي ۳ خبریالان خوشې کړل

د افغانستان د خبريالانو مرکز لوګو
د افغانستان د خبريالانو مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د نیول شویو درېيو خبریالانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

دغه مرکز چې اوس له افغانستانه بهر فعالیت کوي، نن یکشنبې په خپله وېب پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د راډیوګانو دغه درې خبریالان چې د موسیقۍ د خپریدو او له ښځینه اوریدونکو سره د ټیلفوني تماسونو په تور نیول شوي وو، له شپږ ورځو توقیف وروسته نن یکشنبې غرمه مهال د خوست د امنیې قومندانۍ له توقیفه خوشې شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ناز راډيو د خبریال اسماعیل سعادت، د اقراء راډیو د خبریال وحیدالله معصوم او د ولس غږ راډیو د خبریال احسانه الله تسل د خوشې کېدو هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې د دوی نیول کیدل غیرقانوني وو او باید نیول شوي نه وای.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په ټول هېواد کې د رسنیو له خوا د موسیقي پر خپریدو بندیزلګول شوی و، خو له رسنیو سره د ښځنیه اوریدونکو پر ټیلفوني تماسونو بندیز یوه نوې موضوع ده چې د تېرکال په حوت میاشت کې په خوست کې د طالبانو امنیه قومندانۍ عملي کړې ده.

یونیسف:۱۲ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په افغانستان کې تر ۱۲ میلیونه ډېر ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې د مارچ میاشتې په راپور کې، چې پرون (شنبې) خپور شو، ویل شوي چې اقتصادي ځوړتیا، د بې روزګارۍ زیاتېدا، د اوږدو جګړو او اقلیمي بدلون اغېزې په افغانستان کې د بېوزلۍ د ډېرېدو اصلي عوامل دي.

یونسیف وايي، افغان ماشومانو ته د مرستې لپاره یو میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده ،خو تراوسه د دې پیسو یوازې ۳۵ سلنه برابرې شوې دي.

ګیلاني: پاکستان باید د ترهګرۍ ستونزه طالبانو سره په خبرو حل کړي

د پاکستان د سناجرګې رييس یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان د سناجرګې رييس یوسف رضا ګیلاني

د پاکستان د سناجرګې رييس یوسف رضا ګیلاني وايي، هېواد یې د ترهګرۍ له ستونزې سره مخامخ دی او باید دا ستونزه له طالبانو سره د خبرو له لارې حل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ګیلاني پرون په یوه غونډه کې وویل، د امنیت د ټینګېدو لپاره باید د طالبانو له حکومت سره خبرې وشي او د ترهګرۍ ستونزه له دې لارې هواره شي.

پاکستان تور پورې کوي چې طالبانو د ټي ټي پي غړیو ته پناه ورکړې، خو طالبان د پاکستان تور ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.

طالب چارواکي: د ورښتونو له امله د قرغې بند له اوبو ډک شوی

له ارشیفه د قرغې بند تصویر
له ارشیفه د قرغې بند تصویر

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د وروستیو ورښتونو له کبله له ډېرو کلونو وروسته په لومړي وار د قرغې بند له اوبو ډک شوی دی.

دغه وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د بند له ډکېدو وروسته د هغه پرچاوه فعاله شوې ده.

د وروستیو ورښتونو له کبله، چې په نتیجه کې یې ډېر سیلونه هم وبهېدل، د دې ترڅنګ چې د سر و مال تاوانونه پېښ شول د افغانستان اکثره بندونه له اوبو ډک شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې ادعا؛ کابل او هرات کې مو ۴ طالبان وژلي

د ملي مقاومت جبهې یو شمېر غړي - ارشیف
د ملي مقاومت جبهې یو شمېر غړي - ارشیف

د طالبانو مخالفه وسلواله ډله، د افغانستان د مقاومت ملي جبهه ادعا کوي چې په کابل او هرات کې یې څلور طالبان وژلي دي.

دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې تېر ماښام یې د کابل د چهاردهي سیمې پر سړک پر دوو موټرسایکلو سپرو طالبانو حمله کړې او دواړه یې وژلي دي.

دغې جبهې په جلا خبرپاڼه کې ویلي چې په بله حمله کې یې پرون سهار په هرات کې د کډوالو چارو ریاست مخې ته د طالبانو د سرحدي لوا دوه پوځیان وژلي دي.

طالبانو په دې باب څه نه دي ویلي، خو دغه ادعاګانې د خپلواکو سرچینو له هم تایید شوې نه دي.

د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوېنه شوې

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست اټکل ښيي چې نن یکشنبه به هم د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې اورښتونه او سېلابونه وي.

دغه وزارت پرون شنبه په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سمنگان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، بغلان، میدان وردګ، لوگر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ډایکنډي، بامیان، سرپل، زابل، اروزگان، کندهار، هلمند او غور ولایتونو کې د اورښتونو، تالندې- برېښنا او سېلابونو احتمال شته.

په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو اټکل شوې ده.

په دوام کې ویل شوي چې په ځینو ولایتونو کې د سختو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

په وروستیو اوونیو کې د اورښتونو او سېلابونو له کبله په لسګونو کسان مړه شوي او زرګونو کورونو یا کروندو ته یا څه ناڅه زیان اوښتی یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

په کابل کې د سړک جوړولو د درېیو پروژو چارې پیل شوي

ارشیف
ارشیف

په کابل کې نن د سړک جوړولو د درېیو پروژو چارې پیل شوې.

په دې پروژو کې یوه د خیرخانې مینې کوتل سړک د دویم لاټ جوړول دي چې څه باندې دوه نیم کیلومتره اوږدوالی او شپېته متره عرض لري.

دوهمه پروژه د کابل له قصبې سیمې د شهید تر چوک پورې د سړک جوړول دي چې نژدې دوه کیلومتره اوږدوالی لري او درېیمه پروژه د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه تر ګمرک پورې د سړک د جوړېدو ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شمول یو شمېر چارواکو نن د دې پروژو د پرانیستلو په مراسمو کې برخه واخیسته.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د خبر له مخې دا درې سره پروژې به د ښاروالي له بودیجې څخه د شاوخوا نهه سوه پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت د څه باندې یونیم کال په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خوست کې د درېیو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د بخښنې نړیوال سازمان نښان
د بخښنې نړیوال سازمان نښان

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له حکومته غوښتې چې د خوست درې خبریالان پرته له څه قید او شرطه خوشې کړي.

دې سازمان د جمعې په ورځ په ایکسپاڼه کې په دې اړه اندېښنه وښوده.

خبریالان اسماعیل سعادت، وحیدالله معصوم او احسان‌الله تسل د موسیقي د خپرېدو او له ښځینه اورېدونکو سره د خپرونې پر مهال د خبرو له امله د اپرېل په ۲۲مه توقیف شول.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي چې دا کسان د دوی د حکومت له قوانینو څخه د سرغړونې له امله محکمې ته معرفي شوي دي.

تر دې مخکې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د بې پولي خبریالانو سازمان د دې خبریالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، تېره شپه یې په کابل کې د طالبانو په یوې پوستې عملیات کړي چې په پایله کې یې درې طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دې جبهې تېره شپه یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، دا عملیات یې د کابل د یوولسمې ناحیې اړوند د خیر خانې قلعه نجارها سیمه کې کړي دي.

دې جبهې په دې عملیاتو کې د طالبانو حکومت د دوو نظامي موټرو د ویجاړۍ ادعا هم کړې ده.

لا تر اوسه د طالبانو حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

افغان ‌ډاکتر بسم‌الله شیوامل ته د جرمني "لیوناردو شوابیرر" جایزه ورکړل شوې

د عکس له ښي طرفه دوهم کس ډاکتر بسم‌الله شیوامل دی چې د جرمني لیوناردو شوابیرر جایزه یې ګټلې ده.
د عکس له ښي طرفه دوهم کس ډاکتر بسم‌الله شیوامل دی چې د جرمني لیوناردو شوابیرر جایزه یې ګټلې ده.

یو افغان ‌ډاکتر بسم‌الله شیوامل ته د جرمني یو له سترو جایزو چې "لیوناردو شوابیرر" نومېږي ورکړل شوې ده.

شېوامل چې جراح دی په خپله فېسبوک‌پاڼه د دې جایزې د اخستو خبره کړې او هغه یې د افغانستان ټولې طبي کورنۍ او جراحانو ته ډالۍ کړې ده.

په ورته وخت کې د جرمني یو شمېر رسنیو هم لیکلي، بسم‌الله شيوامل ته دا ډالۍ د هغه علمي او څېړنیزو فعالیتونو له امله ورکړل شوې ده.

د دې ر سنیو په راپورونو کې د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، دا جایزه په جرمني کې یوه له معتبرو ویاړنو شمېرل کېږي چې ډاکتر بسم‌الله شيوامل ته د جرمني د جراحانو د ټولنې له‌خوا ورکړل شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG