د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

په ۴ سوېل ختیځو ولایتونو کې ۹ لکه ماشومان واکسینېږي


د سې شنبې په ورځ د نورو سیمو په شان د افغانستان د سوېل ختیځ زون په څلورو ولایتونو لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې هم نېږدې نهو لکو ماشومانو لپاره د ګوزڼ ناروغی پر ضد درې ورځنۍ واکسین پیل شو.

په دې کمپاین کې به هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پنځو کالونو لږ وي، د سې شنبې، چهارشبنې او پنجشنبې په ورځو کې د پولیو یا ګوزڼ پر ضد واکسین او د ویټامین اې تابلیټ ورکړل شي.

د واکسینونو د کمپاین ګرځنده ټیمونه او کسان په دې درېیو ورځو کې کلي په کلي، جومات په جومات او کور په کور ګرځي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین ورکوي، تر څو د دې وقایوي عمل په کولو سره ماشومان دې ګوزڼ د وژونکي او یا دایمي معیوبونکي مرض څخه وژغورل شي.

د لوګر والي حلیم فدايي ازادي راډیو ته وویل چې په دې ورځ شخصاً دی، نور ولایتي چارواکي او ولسوالان کلیو، بانډو او کورنو ته لاړل او له خلکو يې وغوښتل چې خپلو د پنځو کالونو څخه لږ عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین ورکړي.

حلیم فدايي د دې کار هدف له یوې خوا واکسین ته د خلکو هڅونه او بل لوري ته د افغان حکومت د هغې ژمنې د عملي کولو لپاره عملي اقدام بولي چې نړیوالې ټولنې سره يې تر ۲۰۱۸میلادي کال پورې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ د له منځه وړلو ژمنه کړې ده:

"نظام هغه تعهد چې يې د نړیوالې ټولنې سره کړی دی چې تر ۲۰۱۸میلادي کال پورې به د ګوزڼ کېسونه له افغانستان څخه محوه کوي، په همدې تعهد باندې ولاړ یو، نن ما شخصاً، امنیې قوماندان، ښاروال په ټولو ولسوالیو کې ولسوالان هغو کلیو او بانډو ته ورغلي دي، تر څو ماشومانو ته د ګوزن ناروغی او ویټامین اې ټولو ته ورکړل شي."

د پکتیکا والي امین الله شارق هم د واکسینونو د کمپاین د پیل په مراسمو کې له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو د دایمي معیوبیت په ناروغی د ټولنې او کورني د اوږو بار ونه ګرځي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر سید انور یوسفزی وايي چې واکسیناتوران يې د ګوزڼ ناروغۍ مشکوکې واقعې اخلي او مرکز ته يې لېږي چې له ښه مرغه د درېیو کالونو راهیسې په خوست کې د ګوزڼ ناروغۍ هېڅ مثبته واقعه نه ده ثبت شوې.

د خوست یو تن معالج ډاکټر هم له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د ده په وینا د طبابت په علم کې د دوی څېړنو ښودلې چې تر وقايې بهتره درملنه او معالجه نشته:

"ډاکټر غلام نبي د خوست د ملکي روغتون متخصص، زما هیله له ټولو کورنیو داده، هغه ماشومان یې چې له پنځو کالونو لاندې عمر ولري، دوی يې باید واکسین کړي، دا ځکه موږ هر څومره چې په طب کې څېړنه وکړه نو وقایه بهتره له معالجې نه ده، یانې څوک چې خپل ماشوم واکسین کړي او ښه روزنه ورکړي، نو په اینده کې به یو ښه او ګلالی نسل ټولنې ته وړاندې کړي."

د یادونې وړ ده، پولیو یا ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده چې د هر عمر لرونکي کسان پرې اخته کیدای شي، خو بیا هم زیاتره هغه ماشومان پرې اخته کېږي چې عمرونه يې تر پنځو کالونو لږ وي، یاده ناروغي د اخته کس د مړینې او یا دایمي معیوبیت لامل کېږي.

روغتیا پالان وايي چې د ګوزڼ مرض ځانګړې درملنه نه لري، خو د روغتیا ساتنې ځنې تدابېر او د یادو واکسینونو تطبیق د ګوزڼ ناروغۍ د ساتنې یا وقایې لپاره ګټور تمامېږي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG