د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تازه فرمان اندیښنې پیدا کړي


پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تازه فرمان دوي ته اندیښنې پیدا کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د ټینګښت لپاره د مدني ټولنو شبکه یا اکسین وايي، د ولسمشر په تازه فرمان کې د مدني ټولنې رول کم شوی او تر ډېره د حکومت په ګټه دی.

حکومت بیا دا ډول اندیښنې بې ځایه بولي او وايي، د غوراوي کمېټه به په خپلواکه توګه خپلې چارې پرمخ یوسي.

د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشرمحمد اشرف غني تازه فرمان ځیني غبرګونونه راپارولي.

د افغانستان د انتخاباتو د ټینګښت لپاره د مدني ټولنو شبکه یا اکسین وايي؛ په دغه فرمان کې د دولتي استازو ونډه نسبت مدني فعالانو ته ډېره ده چې همدغې موضوع په انتخاباتو اصلاحاتو کې د حکومت د نفوذ ویره پیدا کړې ده.

د اکسین مشر جانداد سپین غر د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د ولسمشر د تازه فرمان پر اساس د مدني ټولنې غړي د غوراوي په کمېټې کې راکم شوي او پر ځای یې د دولتي ادارو د استازو ونډه چې بې طرفه هم نه دي زیاته شوې ده.

ښاغلي سپین غر زیاته کړه:

"په دې خاطر چې کمېټه بې طرفه او بې پرې اوسې او کار یې شفاف وي ضروري ده چې د دولتي اداراتو او مدني ټولنو چې بې طرفه سکتور دی د دوي انډول موجود وي، که دا انډول د حکومتي اداراتو په نفعه وي دا اندیښنه رامنځته کوي چې په استخدام کې به دولت ډېر نفوذ او پورته لاس به ولري."

د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د تازه فرمان له مخې به د غوراوي کمېټه د غړو له نوي ترکیب سره فعالیت پیل کړي.

په غوراوي کمېټې کې د مدني ټولنې د یوه غړي لېرې کول، د غړو په توګه د مشرانو او ولسي جرګې د رییسانو ټاکل او په دغه کمېټه کې د ځینو دولتي استازو د ونډې زیاتوالي د نوي فرمان له مهمو بدلونونو څخه دي.

د غوراوي کمېټه به ولسمشرته د انتخاباتي کمېسیونونو د نوې مشرۍ لپاره کسان غوره کوي چې ولسمشر به له هغې ډلې ۷ د انتخاباتو کمېسیون او پنځه به یې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته د کمشنرانو په توګه ټاکي.

دا په داسې حال کې چې د غوراوي کمېټې پخواني غړي فهیم دشتي بیا ګواښ کړی چې د انتخاباتو اصلاحاتو په برخه کې به تازه افشا ګرۍ وکړي.

که څه هم ښاغلي دشتي د دغه افشا ګریو په اړه ازادي راډیو ته څه ونه ویل خو هغه په خپلې فیسبوک پاڼې کې لیکلي چې ژر به په غوراوي کمیټې کې د روانو توطیو او دا چې څوک دغه توطیې جوړوي افشا ګرۍ وکړي.

له دې ټولو سره ـ سره حکومت وايي، د غوراوي په کمېټې کې د مدني فعالانو ونډه ډېره ده او د دوي د استقلالیت په اړه اندیښنې بې ځایه او له وخته وړاندې دي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د غوراوي کمېټه د ولسمشر د فرمان پر اساس په لږ تغیراتو سره تشکیل شوې ده، په دې کمېټه کې د حکومت له ادرسه هیڅوک نشته، د مدني ټولنو خپلواکو کمېسیونونو او مقننه قوې ونډه په کې بارزه ده بنا کمېټه خپلواکه او بې طرفه ده او په کار کې یې حکومت هیڅ ډول ونډه او شراکت نه لري."

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، لاتراوسه د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر فرمان ملي شورا ته نه دی استول شوی او دوي د دغه تقنیي فرمان په اړه ډېر معلومات نه لري.

د ولسي جرګې غړي صدیق احمد عثماني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ولسي جرګه به ملي ګټو ته په پام د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشرتازه تقنیني فرمان تصویب او یا رد کړي.

پر انتخاباتي د څار د ځينو بنسټونو لوی انتقاد دا دی چې د ورځې په تیریدو د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره فرصت له لاسه ځي خو حکومت په دې برخه کې له لازم جدیته کار نه اخلي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG