د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

پېښور:د پوځ یو افسر د وسله والو په حمله کې وژل شوی


وسله والو د خيبرپښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې د پاکستاني پوځ يو جګپوړى افسر کرنل طارق غفور په يوه وسله وال بريد کې وژلى دى.

د پېښور ښار امنيتي چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو د جمعې په ورځ تر غرمې وروسته ددې ښار حيات اباد ته څېرمه د سربند په حدودو کې رېنګ روډ ته نېزدې د پوځ ددغه برحاله کرنل پر موټر ډزې کړي چې په نتيجه کې يې نوموړى ځاى پرځاى مړ شوى دى.

د پېښور د کېنټ د پوليسو يوه مشر ايس پي کاشف ذوالفقار د ازادي راډيو له مشال څانګې سره په خبرو کې ويلي چې کرنل طارق د جمعې د لمانځه لپاره جومات ته روان وو چې په کمين کې ناستو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې:

"دى د جمعې د لمانځه لپاره جومات ته روان و چې په لاره کې په نښه کړى شو، که څه هم تر وخت مخکې ددې پېښې په اړه څه ويل ګران دي، خو له هرې زاويې څخه د پېښې تحقيقات روان دي او هڅه کوو معلومه کړو چې آيا دا هدفي وژنه ده که د کورنۍ دښمنۍ نتيجه؟"

پوليس او نور امنيتي ځواکونه تر بريد وروسته د پېښې ځاى ته ورسېدل او سيمه يې محاصره کړه.

چارواکي وايي، که څه هم بريدګر تر بريد وروسته د پېښې له ځايه تښتېدلي خو زياتوي، د کرنل طارق غفور د وژنې پلټنې يې پيل کړي دي.

حيات اباد د پېښور ماډرن ښارګوټى دى چې د خيبر ايجنسۍ له قبايلي سيمې سره نښتې پوله لري او ګڼ شمېر دولتي او امنيتي ودانۍ په کې پرتې دي.

له بلې خوا سيمه ييزې رسنۍ د پوځ د مطبوعاتي څانګې ISPR د يوه لنډ بيان په حواله وايي چې د کرنل طارق غفور دنده په پېښور کې وه او نوموړي د دندې ترڅنګ د پېښور له يوه دولتي پوهنتون څخه لوړې زده کړې هم ترلاسه کولې.

دا لومړى ځل نه دى چې وسله والو په پېښور کې د پوځ يو جګپوړى افسر په وسله وال بريد کې وژلى، بلکې تر دې مخکې هم په دې ښار کې پر پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو بريدونه شوي دي.

که څه هم د پېښور ښار امنيتي چاروکي وايي چې د کرنل طارق غفور د وژنې تحقيقات يې پيل کړي چې ايا دا ترهګريز بريد و که د شخصي دښمنۍ نتيجه؟ خو د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه جګپوړي پوځي افسر د وژنې مسووليت تحريک طالبان پاکستان منلى دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG