د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

نیویارک ټایمز: هلمند د جګړو ډګر ګرځېدلی


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هلمند ولایت کې د پولیسو او استخباراتو پر ودانیو د چهار شنبې ورځې ډله اییز برید ته په پام یوه مقاله خپره کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

هلمند چې د مساحت او نشه یي موادو د تولید له نظره د افغانستان تر ټولو ستر ولایت دی، تېر او سږنی کال یو ځل بیا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د خونړیو جګړو ډګر ګرځېدلی دی.

ورځپاڼه لیکي، دې ویرې ته په پام چې هلمند سقوط ونه کړي سلګونه امریکايي سرتېري او پوځي سلاکاران دې ولایت ته رسېدلي چې د طالبانو پر وړاندې له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د مقالې لیکوال وايي، د افغان دولت وسله والو مخالفینو تېر میلادي کال په هلمند کې زیات پرمختګ وکړ او ددې ولایت یو شمېر زیاتې برخې یې ترخپل کنټرول لاندې راوستې.

د هلمند د ولایتي شورا مشر محمد کریم اتل نیویارک ټایمز ته ویلي د هلمند جګړو ددې ولایت مرکز لښکر ګاه امنیت ته هم جدي ګواښ پېښ کړی دی.

د نوموړي په خبره د لښکرګاه ښار مهمې لوې لارې تړل شوي دي او د خلکو تګ راتګ هم محدود شوی دی.

والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپانې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان يې دی، چین افغانستان ته د پوځي مرستو پېشنهاد کړی دی.

والسټریټ ژورنال لیکي، له افغان ځواکونو سره د چین د پوځي مرستو پېشنهاد دا معنا لري چې پیکینګ غواړي په افغانستان کې خپله ښکېلتیا پراخه کړي.

دا پېشنهاد کابل ته د تېرې فبروري میاشت په ورستیو کې د چین د لوړ رتبه پوځي پلاوي د سفر پر مهال مطرح شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دوی یو کمېسیون ټاکلی چې له چین څخه د ترلاسه کېدونکو مرستو لیست برابر کړي.

د دفاع د وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ویلي افغانستان به له چین څخه سپکې وسلې، د الوتکو پرزې او د سرتېرو یونیفورم ترلاسه کړي.

د مطلب لیکوال وايي، چین افغانستان ته دا پوځي مرستې چې د ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت دي تېر کال په روسیه کې د سیمې د هېوادونو د کانفرانس پر مهال پېشنهاد کړې وې.

والسټریټ ژورنال لیکي د چین دا مرسته د هغو پوځي کومکونو په مقایسه ډېره کمه ده چې متحده ایالاتو او ناټو افغانستان ته ورکړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پخواني سلاکار برنیت روبین والسټریټ ژورنال ته ویلي په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د چین ښکېلیتا په ډراماتیکه توګه پراخه شوې ده.

د نوموړي په خبره چین د افغانستان امنیت او ثبات د خپل داخلي امنیت او دوامداره اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهم بولي.

XS
SM
MD
LG