د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

"د دولت له تربیون څخه باید د طالبانو فعالیتونه جایز ونه بلل شي"


د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي چې د دولت له تربیون څخه باید د وسله والو طالبانو فعالیتونه جایز ونه بلل شي.

ښاغلي عبدالله د سې شنبې په ورځ د مارشال محمد قسیم فهیم د دوهم تلین په نمانځ غونډه کې وویل چې د افغان سرتېرو په قربانیو سترګې پټول د نظام په مشروعیت سترګې پټول دي.

د افغان حکومت اجراییه ریس عبدالله عبدالله د پخواني ولسمشر د مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د دوهم تلین په نمانځ غونډه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو د فعالیتونو جایز ګڼل د افغان ملت لپاره د قبول وړ نه دي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د دولت له تربیون نه یو شمېر کسان د طالبانو فعالیتونو ته مشروعیت ورکوي.

د اجراییه رییس په وینا د امنیتي ځواکونو په قربانیو سترګې پټول او د عامو خلکو په ذهنونو کې شک پیدا کول به ښې پایلې ونه لري.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"هېڅ څوک، په هېڅ مقام کې، او په هېڅ موقعه کې نباید زموږ د سرتېرو قربانۍ نادیده ونیسي، که څوک د دولت له تربیون نه اعلان وکړي چې له طالبانو سره جګړه روا نه ده، خپل مشروعیت، د خپل موقف مشروعیت او د خپلو خبرو مشروعیت په ملت کې له لاسه ورکوي."

که څه هم ښاغلي عبدالله د کوم شخص یا ځانګړې کړۍ نوم یاد نه کړ خو وايي چې افغانان دغه کسان پېژني.

په دغه غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو ګډون کړی و.

تر دې پخوا هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت له خوا د یو روښانه سیاست د نه موجودیت له امله انتقادونه موجود وو او د چارو کارپوهانو تل په نظام کې د ننه د دوست او دښمن تر منځ په توپیر کولو ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې پخوانی جهادي مشر او د حراست او ثبات د شورا غړی عبدالرب رسول سیاف وايي، د ځینو کسانو داشان څرګندونې چې له د ښمن سره جګړه ناروا ده د افغانانو لپاره د زغم وړ نه دي.

ښاغلي سیاف یادې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، هغه کسان چې افغان ځواکونه له وطن نه د دفاع په برخه کې زړه نا زړه کوي د دې هېواد بچیان نه بلکې پر دې خاوره یو اضافي بار دی:

"هغه له شپې نه تر سهار ګزمه کوي، بېداروي چې ته هوسا وې خو ته له شا ورپسې غږ کوې چې جګړه جایزه نه ده، خیر د افغانستان تسلیمول نورو ته جایز دي؟ د ملک سپارل خلکو ته جایز دي؟ زه وایم د نر په شان په خپلو سنګرونو کې پاتې شئ، دا درباندې فرض دي."

تر دې دمخه په نظام کې د ننه د پنځم ستون د فعالیتونو په اړه اندېښنې مطرح شوې وې او یو شمېر افغانانو او سیاسي کړیو او اشخاصو ټینګار کړی و چې باید دغه کسان و پېژندل شي او په وړاندې یې جدي چلند وشي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG