د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

بشري حقونو کمېسیون: صحرایي محکمې ډیرې شوي


د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون وايي چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو سیمو کې صحرایي محکمې ډیرې شوي دي.

د صحرایي محکمو پر وړاندې د مدني حرکتونو او مخالفتونو سره-سره په روان کال کې د صحرایي محکمو په لسګونه قضیي چې ترډیره د قومي سپین ږیرو له خوا یې مشري شوې ثبت شوي دي.

د بشرد حقونو د خپلواک کمېسیون وايي چې د نورو کلونو په پرتله صحرایي محاکمې زیاتې شوي دي.

د دې کمېسیون د ښځینه څانګې مسولې لطیفه سلطاني د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر ډیره دغه پېښې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ترسره شوي دي.

اغلې سلطاني زیاته کړه:

"په تېر یوه کال کې کال کې صحرایي محکمې چې تر ډیره د افغانستان د وسله والو مخالفینو له خوا غیرې قانوني او خپل سری ترسره شوي شاوخوا پنځه قضیې وې، قومي مشرانو په ناموسي پېښو کې د دولت وسله والو مخالفینو ته مراجعه کړې ده."

خو له دې وړاندې په شمال کې د بشرد حقونو د ساحوي دفتر مسولې خماري حیدري ازادي راډیوته ویلي و چې په روان کال کې د صحرایي محکمو شاوخوا ۱۱ پېښې له دوی سره د سرپل او جوزجان ولایتونو نه ثبت شوي دي.

که څه هم د دغه ډول محکمو په اړه د اړونده ادارو سره دقیق ارقام نشته خو په دې وروستیو کې د فرخندې او رخشانې قضیه هغه څه دي چې د یادولو وړ دی.

صحرایي محکمه هغه قومي جرګه ده چې د یو متهم په نیولو سره بې له دې چې له هغه نه د پوښتنو او څیړنو مرحله وپوښتل شي په هماغه جلسه کې حکم صادریږي او ځای پرځای اجرا کېږي.

ترډیره مجرم عامه ځایونو او دښتو ته وړل کېږي او د سیمې د حکم، خلکو، ملایانو او یو شمېر نورو له خوا محکمه ترسره کېږي او مجرم ته سزا ورکول کېږي.

ولسي جرګې چې ترډیره ورته خلک صحرایي محکمې ویل کېږي له څو لسیزو را په دیخوا په افغانستان کې ترسره کېږي خو دا چې د دې ډول محکمو ترسره کېدل په افغانستان کې څه دلیل لري د بشر د حقونو د ښځینه څانګې مسوله لطیفه سلطاني یې په اړه وايي:

"هغه څه چې د صحرايي محاکمو د ډیرېدو لامل ګرځي، هغه په دولت د عامو خلکو او د قومي مشرانو پر بې اعتمادي دلالت کوي."

میرمن سلطاني وايي چې د دې ډول محکمو ترسره کېدل د هېواد په یو شمېرسیمو کې ناامني او د قانون نه حاکمیت دی.

له بلې خوا راپورنه وايي، په عدلي او قضایي ارګانونو کې اداري فساد هغه څه دي چې عام خلک اړ ووځي څو صحرایي محکمو ته مخه کړي.

خو د افغانستان ستره محکمه بیا دغه موضوع ردوي او وايي چې دوی هرکال په زرګونه دوسيي څیړلي او د عدالت د تحقق لپاره په ټولو قضیو کې هڅه کوي.

د ستري محکمې د عمومي دیوان ریس بهاوالدین بهال له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ادعاوې بې اساسی ګڼي او وايي:

"تردې دمه مو۵۵۰۰ جزايي او عادي جُرمي فیصلې کړي او امکان لري چې شاوخوا دوه دیوانه نورمو هم د کورني، بهرني او عامه امنیت ضد په برخه کې فیصلې کړې وې.که محکمو کار نه وي کړای نو دا احصایه له کومه ځایه راغله."

د افغانستان ستره محکمه صحرایي محکمې د اسلامي شریعت او په هېواد کې د نافذه قانونو په خلاف ګڼي او وايي چې دغه ډول محکمې په عامو خلکو باندې په زورتحمیل کېږي.

دا چې یو کس، قومي سپین ږیری او دیني عالم د دې حق لری چې د بېلابېلو قضیو په اړه حکم صادر کړي او که نه په اړه یې مولوي بابه جان سیغانيوویل:

"ټول اسلامي کتابونه، دیني علما او هرهغه څوک چې اسلامي او دیني مطالعه لري پوهیږي چې صحرایي محکمه په اسلام کې نشته د اسلام پیغمبر ص، د صحرایي محکمې پوښتنه کوله، څیړنه یې کوله او دا يې مردوده ګڼله."

دغه دیني علما همدا راز وايي، د ورته قضیو په برخه کې یوازې د یو هېواد نافذ شوی نظام تصمیم نیولای شي او نور څوک د دې حق نه لري چې په خپل سر یوه پریکړه وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وزیر فیض محمد عثمان وايي، د شرایطو د حدود اجرا ډیره سخته ده او هرڅوک نه شي کولای چې هغه تطبیق کړي.

د افغانستان ستره محکمه د صحرایي محکمو ترسره کېدل د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې نا امني یادوي او د ولایتونو د امنیت په ټینګیدو باندې ټینګار کوي.

په همدې حال کې دیني علما خلکوته په دې برخه کې د عامه پوهاوي د زمینې پر برابرولو ټینګار کوي او وايي چې دیني عالمان هم باید په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.

دا چې افغانستان به کله د دا ډول ناپوهي څخه بهر شي د دې ځواب به د وخت په تیریدو سره معلوم شي.

XS
SM
MD
LG