د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

افغان کډوال شکایت کوي چې له پامه غورځول شوي


په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه او ترکیه د سوريی د کډوالو د څپې د مخنیوي پر لارو چارو بوخت دي، افغان کډوال شکایت کوي چې دوی له پامه غورځول شوي دي.

افغان کډوال د هغو زرګونو غیر قانوني مهاجرانو یوه پر دریمه برخه جوړوي چې د سمندر له ستونزمنې او مرګونې لارې اروپا ته د رسېدو هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مرستندویه ټولنې خبرداری ورکوي چې په ترکیه کې مېشت افغان کډوال ښايي له هغو مالي مرستو بې برخې پاتې شي چې اروپايي ټولنې د کډوالو د سمبالولو د پلان لپاره ترکيې ته ورکړي دي.

اروپايي ټولنه ترکيې ته ۳ میلیارده یورو ورکوي چې د شاوخوا دوه نیم میلیونه سوري کډوالو د ځای پر ځای کولو او له هغوی سره د عاجلو مرستو لپاره ترې ګټه واخلي.

د ترکيې لپاره د اروپا د پارلمان استازې کاتي پېري روېټرز ته ویلي اروپايي ټولنه یوازې د سوريې پر کډوالو تمرکز کوي او د افغان کډوالو پر موضوع اصلاً بحث نه کوي.

په ترکیه کې مېشت افغان کډوال وايي دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې اروپايي هېوادونو کې د قبلېدو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې ته د مرکو لپاره لاړ شي.

په ترکیه کې د پناه غوښتونکو د ثبت او راجستر سازمان وايي افغانانو ته ویل کېږي چې ترکیه د دوی لپاره دریم هېواد دی او باید له خپل هېواد څخه بهر په دوهم ځای کې چې په اکثره مواردو کې ایران ښودل کېږي، ځانونه ثبت کړي.

بل لور ته د بشري حقونو سازمان وايي ایران پرته له دې چې د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وګوري، زرګونه افغانان يې له خپلې خاورې بېرته افغانستان ته استولي دي.

۴۵ کلن نجیب الله چې د کابل اوسېدونکی دی او غواړي چې یونان ته ورسېږي په ترکیه کې د مېشتو افغانانو وضیعت ناوړه بولي.

نجیب الله وايي موږ غواړو ترکیه کې اووسېږو خو دلته له افغانانو سره هېڅ ډول مرسته نه کېږي.

دی هیله مند دی چې په اروپا کې به هم کار پیدا کړي او هم به ورسره لازمه مرسته وشي.

په ترکیه کې د پناه غوښتونکو د ثبت او راجستر سازمان وايي تېر م کال شاوخوا ۶۳ زره افغانان اروپا ته د تلو په تکل ترکيې ته رسېدلي دي.

بل لور ته بیا اروپايي کمېسیون وايي په تېر م کال کې په ترکیه کې د ۶۴ زره او ۱۰۹ پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه راجستر شوي چې له دې ډلې څخه يې ۱۱ زره افغانان دي.

XS
SM
MD
LG