د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د افغانستان بانک د موبایل له لارې د پیسو خدماتو کمپاین پیل کړ


د افغانستان بانک د امریکا د پراختیایې ادارې په مرسته د موبایل له لارې د پیسو د خدماتو د دودولو په خاطر د عامه پوهاوي دوه ورځېنی کمپاین پیل کړ.

چارواکي وايي چې له دې خدماتو څخه استفاده کوونکي کولای شي چې د هېواد لیرې پرتو سیمو ته چټکې، خوندي او په ډېر اسانه خپلې پیسې ولېږي.

د افغانستان بانک مشر خلیل صدیق د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دغه کمپاین د پرانیستنې په مراسمو کې وویل چې له یوه کس څخه بل ته د پیسو او معاش لېږد او د برېښنا بېل ادا کول هغه موارد دي چې د ام پیسې سیسټم له لارې ډېر اسانه ترسره کېدای شي.

هغه وایي چې ام پیسه د الکترونیکي حکومتوالۍ یوه برخه ده چې په افغانستان کې د فساد له کمېدو سره مرسته کوي.

ښاغلی صدیق وايي:

"د موبایل له لارې د دې خدماتو ترسره کول د شفافیت د رامنځته کېدو سبب ګرځي او کولای شي چې په مالي چارو کې د فساد زمینې کمې کړي."

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې اوس مهال شاوخوا دوه لکه پنځه ویشت زره کسان د ام پیسې له خدماتو څخه استفاده کوي او تېر کال د ۲،۱ ملیارد افغانیو په ارزښت معاملې له دې لارې شوي دي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې بانکي خدمات پیاوړي شوي خو ویل کېږي چې لا هم د ټولو خلکو اړتیاوې له دې لارې نه پوره کېږي.

د بانک ځينې مسؤلین په دې باور دي چې د ام پیسه اسانه خدماتو په ارزښت که خلک پوه شي تر ډېره د ټولنې اړتیاوې رفع کېدای شي.

په همدې حال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مرستیال ایمل مرجان وايي هڅه کوي چې د موبایل له لارې پولي خدمات په ټول هېواد کې عام کړي.

هغه وايي چې په درېیو وروستیو کلونو کې ډېرو خلکو دې نوي سیستم ته مخه کړې او ښه نتیجه یې ورکړې ده.

ښاغلی مرجان زیاتوي:

"موږ غواړو چې خدمات مو تر هر شخص ورسېږي پخوا به خدمات د یوې سیمې او یا خاصو خلکو لپاره وه خو اوس موبایل د دا ډول خدماتو لپاره تر ټولو غوره وسیله ده."

خو له دې ټولو سره د لازمې پوهې، باور او ټولو ته د یو شان رسېدونکي خدماتو نه شتون په افغانستان کې د ام پیسې سیسټم په مخ کې خنډونه یادېږي.

بلخوا د افغانستان جمهوري ریاست هم د موبایل له لارې د دغو خدماتو په عامېدو ټینګار کوي.

د جمهوري ریاست د پالېسۍ د انسجام د واحد مسؤله نرګس نهان وايي چې په څو راتلونکو میاشتو کې به افغان حکومت د کورنیو چارو، ټولنیزو چارو او پوهنې وزارتونو مأمورینو ته له همدې لارې معاشونه ولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دا سیسټم په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې فعال شوی او د هېواد شاوخوا ۹۰٪ خلک بیا موبایل ته لاسرسی لري.

XS
SM
MD
LG