د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

اشرف غني: د هېواد اوبه مو دې مهار او زموږ په واک راکړل شي


د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني وايي، نور به ګاونډېو هېوادونو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له اوبو څخه وړیا ګټه واخلي.

دی وايي، د هېوادونو د اوبو مهارول د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

ښاغلي غني دا خبره د شنبې په ورځ په کابل کې د کرنې د رواجولو په څلورم کنفرانس کې وکړه او ويي ویل، د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ثبات لپاره به په هېواد کې د اوبو ۲۱ بندونه جوړ کړي.

کارپوهان وايي، که دا اقدام عملي شي، هېواد به د غلې دانې په صادرونکو هېوادونو کې وشمېرل شي.

ډیر کلونه کیږي چې پاکستان او ایران، پرته له دې چې افغانستان ته حق ابه ورکړي، له اوبو څخه يې وړیا ګټه اخلي.

جمهور ريیس اشرف غني وايي چې د افغانستان کرنیز سیسټم د اوبو د کموالي له امله له ستونزو سره مخ دی خو اوبه یې ګاوڼدېو هېوادونو، پاکستان او ایران ته تیریږي.

ښاغلی غني وايي، په پام کې لري چې د هېواد اوبه مهار او د کرنې په پراختیا کې ځیني کار واخلي.

ده وویل، د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ثبات یو مهم رکن، د کرنې پراختیا ده.

ده دا هم وویل سږکال به په هېواد کې د اوبو د ذخیره کولو ۲۱ بندونه چې کار یې پیل شوی، جوړ شي:

"له کرنې پرته په افغانستان کې ثبات نه شي راتلای. د هېواد سیاسي اقتصادي او ټولنیز ثبات کرنې پورې تړلې.که احمق پولي ده، نو افغانستان يې ورکوي چې له کلونو راهیسې یې اوبه د نورو په واک کې دي اوبه باید مهار شي. سږکال د اوبو د ۲۱بندونو د جوړولو کار پیلوو.دا به دوه ګټې ولري، یوه دا چې له اوبو به ډیره ګټه واخلواو بله دا چې د سیلاونو د زیانونو مخه به ونیول شي."

کارپوهان وايي، د افغانستان د اوبو کلنۍ اندازه، ۷۵ میلیارډو مترو مکعبو ته رسیږي چې یوازې له ۲۵ فیصدو څخه يې افغانستان ګټه اخلي او پاتې یې ایران او پاکستان ته تیریږي.

کارپوهان وايي، دا اوبه چې په وړیا توګه ګاونډیو ته تیریږي، د هېواد اقتصاد او کرنې ته ستر زیان رسوي.

ایا افغان حکومت به وکړای شي چې د هېواد اوبه مهار کړي او که مهارولو ته یې اقدام وکړي، د ګاوڼدېو له غبرګون سره به مخ شي؟

دا هغه پوښتنې دي چې افغان کارپوه عبداله احمدزی یې په هکله وايي:

"دا پروګرامونه اوږد مهاله دي، موږ د یو قانون له مخې نه شو کولای چې له ګاونډیو هېوادونو څخه خپلې اوبه مهار کړو بلکې مناسبه ګټه ځینې پورته کړو او د حق ابې په موضوع کې باید له ګاونډیو سره د ښو اړیکو په پام کې نیولو سره عمل وشي.که دا پروګرامونه عملي شي افغانستان به په پنځه کلونو کې په خپلو پښو ودریږي."

ښاغلی غني وايي، د اوبو د کمروزي مدیریت له امله له یوې خوا کرنه زیانمنه کیږي او له بلې خوا سیلاوونه هرکال، زرګونه هکتاره ځمکه ویجاړوي.

دې وايي، په مجموع کې هر کال هېواد ته د یو میلیاردو ډالرو په ارزښت زیان اوړي.

کارپوهان وايي، که د هېواد اوبه مهار او ایران او پاکستان ته له تلونکو اوبه څخه حق الزحمه واخیستل شي، په هېواد کې به د قحطۍ او بې کارۍ مخه ونیول شي او دا هېواد به د غلې دانې په یو صادروونکو هېواد بدل کړي.

د چارو کار پوه عبداله احمدزی وایي، که له ګاوڼدیو هېوادونو څخه د یو متر مکعب اوبو په بدل کې لږترلږه یو ډالر واخیستل شي، د هېواد بودجې ته به هرکال، سلګونه میلیونه ډالره ولویږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG