د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

احمدزی: افغان ځواکونو ته بې پیلوټه الوتکې ورکول کیږي


په پام کې ده چې شپږ بې پیلوټه الوتکې ډېر ژر افغان ځواکونو ته ورکړل شي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمېرکارپوهان وايي، له دې سره به افغان ځواکونه وکولای شي ځانګړي پوځي اهداف کشف او له منځه یوسي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د جګړې په میدانونو کې له بې پیلوټه الوتکو استفاده د وسله والو مخالفینونو د پټنځایونو په له منځه وړلو کې اغیزمن بولي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه تر بل هر وخت هوايي ځواک ته اړتیا لري او بې پیلوټه الوتکې کولای شي مشخص پوځي اهداف په نښه کړي.

ښاغلی احمدزی وايي، د افغانستان د هوايي ځواک پیاوړتیا به وسله وال مخالفین ضعیفه کړي او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه به ګړندۍ کړي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"کشفي طیارې دي او موږ کولای شو په ډېر اسانۍ سره د دښمن نقاط تثبیت کړو او همدا رنګه د هغوي ټرانسپورټ موږ ته مهم و، د افغانستان جغرافیه موږ او تاسې ته معلومه ده دا چې افغانستان غرنیزه علاقه ده، ددې لپاره کشفي طیارو ته زموږ ډېر ضرورت و چې خوشبختانه د افغان امنیتي سکتور په واک کې ورکړل شوي دي."

افغان چارواکي وايي، بې پیلوټه الوتکې به د راتلونکې مارچ په میاشت کې د افغانستان په فضا کې اکتشافي پروازونه پیل کړي.

پوځي کارپوهان وايي، بې پیلوټه الوتکې له دې کبله اغیزمنې بلل کیږي چې له یوه پلوه د وسله والو مخالفینو مهم پټن ځایونه په دقیقه توګه په نښه کوي او له بل پلوه د بریدونو له امله یې د ملکیانو د مرګ ژوبلې اندیښنه کمه ده.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل سپارښتنه کوي چې باید له بې پیلوټه الوتکو سمه استفاده وشي څو ملکیان په نښه نه شي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"که کشفي او استخباراتي معلومات دقیق نه وي بیا یې نواقص ډېر زیات دي یعنې په هغو اهدافو چې ضرورت یې نشته ممکن دوي فیر وکړي او مرګ ژوبله واړوي چې دا د افغانستان د وسله وال پوځ لپاره بیا ښه نه تمامیږي، دا طیارې هغه مهال موثره دي چې کشفي استخبارتي معلومات یې دقیق او کوردینه یې سمه وي."

د ملي دفاع وزارت هم په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي ډاډ ورکوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د افغان پیلوټانو د مسلکي او فني روزنې له پای ته رسیدو سره سم به له بې پیلوټه الوتکو استفاده وکړي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د امریکا متحده ایالتو وعده کړې چې زموږ له هوايي ځواک سره د اتو بې پیلوټه الوتکو مرسته کوي، زموږه پیلوټان اوس هلته په ښوونه او روزونه باندې بوخت دي کله چې هغوي وروزل شي وروسته له هغې بیا دغه طیارې زموږ پوځ ته ورکول کیږي."

دغه بې پیلوټه الوتکې درې متره وزرونه لري او کولای شي له څلورو څخه تر شپږ زره مترو پورې ارتفاع واخلي.

بې پیلوټه الوتکې ۱۰زره ډالره قیمت لري او له هوايي میدانونو پرته پرواز کولای شي.

امنیتي چارواکي وايي، له بې پیلوټه الوتکو به چې له لېرې واټنه کنټرولیږي د افغانستان د شمال او لویدیځ په هغه سیمو کې کار واخیستل شي چې په وروستیو کې جګړې په کې شدیدې شوي دي.

راپور:محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG