د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

افغانستان

روسیې ارمنستان ته ۲۰۰ میلیونه ډالر پور ورکړ

د روسیې حکومت وايي چې ارمنستان ته یې د روسي وسلو د اخیستلو لپاره۲۰۰ میلیونه ډالر پور ورکړ .

د روسیي پر یوه حکومتي انټرنټ پاڼه لیکل شوي چې په دې پیسو به ارمنستان د راکټ ویشتونکې دستګاوې، د هوايي دفاع سیسټمونه، د رادار سیسټمونه،ځانګړي نښه ویشتونکي ټوپک زغره وال موټر او نور مهمات ترلاسه کړي.

د دې موافقې پر اساس به ارمنستان د روسیې ته لس کاله وروسته، د دې پيسو لس فیصده ګټه هم ورکوي.

ارمنستان زیاتې وسلې له روسیې څخه اخلي. د روسیې لږ تر لږه ۳۰۰۰ عسکر اوس مهال په ارمنستان کې په یوه پوځي اډه کې پراته دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو مشر د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجه توشېح کړه

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د دوی مشر ملاهبت الله اخندزاده د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجه توشیح کړه.
مجاهد د سه شنبې ناوخته په خپله ایکس پاڼه خبر ورکړی چې د روان مالي کال په بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي دي.
د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجه داسې وخت توشیح شوه چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ ډېر شوی او د پوهانو په وینا د طالبانو د حکومت په عوایدو او لګښتونو کې روڼتیا نشته.

نیمروز، پکتیکا او بامیان کې ۱۱ کسان د غلاوو او شراب څښلو په تور په درو وهل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پکتیکا ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د پکتیکا ولایت موقعیت

طالبانو پرون په نیمروز، پکتیکا او بامیانو کې ۱۱ کسان د غلاوو او شراب څښلو په تور په درو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې لیکلي چې په نیمروز ولایت کې اته کسان د غلا په تور په تعزیري سزا محکوم او په عام محضر کې له ۱۵ تر ۳۰ درو ووهل شول.

د محکمې له‌خوا په بل بیان کې راغلي چې په پکتیکا کې هم دوه کسان د غلا په تور په تعزیري سزا محکوم وو او دېرش-دېرش دُرې ووهل شول.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په بامیانو کې یو کس د شرابو د څښلو او د یوې بوشکې شرابو د لرلو په خاطر په دوه کاله بند محکوم شو او هم په عام محضر کې ۳۹ دُرې ووهل شو.

طالبانو تر دې وړاندې هم لسګونه کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي او سزاوې یې ورکړي دي.

دوی همداراز ګڼ کسان اعدام کړي هم دي.

د طالبانو له‌خوا تورنو ته د سزاوو په ورکړه باندې ګڼو بشري حقونو فعالانو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو په محاکمو کې تورن کسان عدالت ته لاسرسی نه لري.

یونېسف په بغلان او غور کې لسګونه ښځو سره نغدي مرستې کړي

د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي
د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي په بغلان او غور کې یې له لسګونه ښځو سره نغدي مرستې کړي دي.

دې ادارې پرون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د بېړنیو نغدي مرستو د پروګرام په مټ په دې وتوانېدل چې زیانمنو کورنیو ته عاجلې مرستې ورسوي څو اړین مواد پرې واخیستلی شي.

یونېسف افغانستان بېړنۍ نغدي مرستې مهمې بللي دي.

غور، بغلان او فاریاب هغه ولایتونه دي چې وروستیو سېلابونو په‌کې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله او لسګونه زره کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړل.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ویسټ اینډیز کې تمریني کمپ پیل کړی

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ویسټ اینډیز کې خپل لس ورځنی تمریني کمپ پیل کړی دی.

کرکټ بورډ وايي، دا تمرینونه نړیوال جام ته د وروستي چمتووالي په هدف ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې دوه تمریني لوبې هم وکړي.

افغان لوبډله د نړیوال شل اووریز جام په ګروپي دور کې له کوربه ویسټ اینډیز، نیوزیلنډ، یوګندا او پاپوا نیو ګینې سره مخ دی.

تمه ده د نړیوال جام لومړۍ لوبه د جون په څلورمه له یوګندا سره وکړي.

طالبان: د برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د ایران د ولسمشر په جنازه کې ګډون کوي

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو حکومت ویلي، د ملا برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی نن چهارشنبه د ایران د ولسمشر په جنازه کې ګډون کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سربېره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم تهران ته تللی دی.

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي جنازه په څو ښارونو تبریز، قم، تهران او بلاخره مشهد کې ترسره کېږي.

ريیسي د یکشنبې په ورځ په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې له اوه نورو کسانو سره چې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په‌کې شامل وو ووژل شو.

ملا برادر د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د ولسمشر په جنازه کې برخه اخلي

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

ایراني رسنۍ د ایران د ولسمشر، د بهرنیو چارو د وزیر او نورو چارواکو د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته د طالبانو د حکومت د یوه جګپوړي پلاوي د ورتګ خبر ورکوي.

د ایران د محصلینو خبري آژانس ایسنا د راپورله مخې، د دغه پلاوي په ترکیب کې چې د ولسمشر ابراهیم رییسي او د ملګرو د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ورځي، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي شامل دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه خبر تایید کړی.

د طالبانو حکومت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او د مل پلاوي د مړینې په اړه یې د ایران حکومت او ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي وو.

ابراهیم ریسي او مل پلاوی یې د یکشنبې په ورځ په ختیځ آذربایجان کې د یوه بند د پرانیستلو په مراسمو کې له ګډون او د آذربایجان له ولسمشرالهام علییف سره له کتنې وروسته بیرته تبریز ته په لاره و چې هلیکوپټر یې د راپورونو له مخې، د هوا د خرابوالي له امله د دیزمار ځنګله په غرنۍ سیمه کې را ولوېده.

د قزاقستان ولسمشر: افغانستان وضعیت ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف وايي، د افغانستان وضعیت ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

د تریند په نوم یوه رسنۍ چې د مرکزي اسیا په اړه خبرونو خپروي لیکي، د قزاقستان ولسمشر نن د شنګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرونو سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان وضعیت ځانکړې پاملرنې ته اړتیا لري او دا مهمه ده چې د بشري بحران د مخنیوي په موخه دې هېواد سره حیاتي مرستې په داومداره توګه وشي، او د قزاقستان له هغه وړاندیزه ملاتړ وشي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د انکشافي محلي ادارې پر ایجاد او ودې تاکید کوي.

د قزاقستان ولسمشر زیاته کړې، له بېړنیو اقداماتو پرته دغه بحران کولای شي چې نړۍ په یوه طبیعي ناورین بدله کړي او د ده په وینا، د شانګهای د همکارۍ سازمان باید له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه لا منظم کړي.

د افغانستان بانک سرپرست: پر بانکي سکتور بندیزونو مالي ثبات او عامو خلکو ته تاوان رسولی

د طالبانو د افغانستان بانک رییس ملا هدایت الله بدري
د طالبانو د افغانستان بانک رییس ملا هدایت الله بدري

د افغانستان بانک سرپرست رییس وايي، د نړیوالو له لورې د افغانستان پر بانکي سکتور بندیزونو د دې هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړی چې زیان يې عام ولس ته رسېدلی دی.

د افغانستان بانک سرپرست هدایت الله بدري نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې اغلې روزماري دیکارلو سره په خبرو کې ویلي، د نړیوالو بندیزونو له کبله افغانستان د نړۍ بانکي سیستمونو ته د لاسرسي په برخه کې له خنډونو سره مخ دی او دې چارې خلکو ته زیان رسولی او د پېر ځواک يې ورته کمزوری کړی دی.

ښاغلي بدري زیاته کړې چې د نړیوالو له بندیزونو د افغانستان د بانکي سکتور خلاصون د افغانانو بشري حق او غوښتنه ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدوسره سم امریکا د افغانستان څه باندې ۷ میلیارده ډالره شتمني ګنګل کړه او پر بانکي او مالي سیستمونو کې بندیزونو وضعه کړه.

کابل کې د ایران سفارت نن د خپل هېواد بیرغ نیم ځوړند کړی

په کابل کې د ایران د سفارت لوحه
په کابل کې د ایران د سفارت لوحه

په کابل کې د ایران سفارت د ایران د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او د هلیکوپټر په پېښه کې نورو مړو شویو کسانو ته د درناوي په موخه نن د دې هېواد بیرغ د سفارت پر وادنۍ نیم ځوړند کړی دی.

د یکشنبې په ورځ د یوې هلیکوپټرې د غورځېدو په پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان او یو شمېر نور چارواکي مړه شول.

دغه هلیکوپټر"د خرابې هوا له کبله" د ایران په شمال لوېدیځ کې نسکور شوی و.

بل پلو نن په هند او ترکیه کې د ایران د ولسمشر او ورسره د مل پلاوی د مړینې له کبله په دې هېوادونو کې عمومي ماتم اعلان شوی او بیرغونه نیم راځوړند شوي دي.

طالبانو یو ځل بیا له نړیوالو د دوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

په دوحه کې د طالبانو د سفارت سرپرست محمد نعیم
په دوحه کې د طالبانو د سفارت سرپرست محمد نعیم

طالبانو یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د خپل حکومت د رسمیت غوښتنه کړې ده.

په دوحه کې د طالبانو د سفارت سرپرست محمد نعیم د نړیوال امنیت فورم په ۳۴ مه دوري ناسته کې پرون رسینو سره په خبرو کې ویلي: " طالبانو د امنیت په تامین او د نشه يي توکو په مخنیوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي او په دې سره يې د نړیوال امنیت په تامین کې برخه اخیستې ده، دې حقایقو ته په کتو نړیوال دې، اسلامي امارت په رسیمت وپېژني او دافغانانو ستونزو ته دې د پای ټکی کېږدي."

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د ښاغلي نعیم له قوله ویلي، د افغانستان جغرافیايي موقیعت د سیمې او نړۍ په امینت کې مهم رول لري.

طالب چارواکو له دې وړاندې هم په ځلونو د خپل حکومت د رسیمت پېژندلو غوښتنه کړې، خو نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسیمت پېژندنو لپاره د ښځو او نجونو د حقونو رعایت او د ټولشموله حکومت رامنځته کېدو شرطونه ایښي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG