د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

قهرمان: د هلمند اوسنۍ جګړه سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د هلمند اوسنۍ جګړه هم سیمه ییز او هم نړېوال اړخونه لري.

د جنوب لویدیځ زون اوپراتیفي قومندان عبدالجبار قهرمان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ځيني هېوادونه غواړي د هلمند په ناامنه کولو سره ټول جنوب لویدیځ زون نا امنه کړي.

د پوځي چارو کارپوهان هم د هلمند پر ستراتیژيک اهمیت ټینګار کوي او وایي چې دولت باید د هلمند جګړې ته جدي پام وکړي.

هلمند د جنوب لویدیځ زون هغه ولایت چې څه باندې لس کاله کیږي د هېواد په کچه د لومړی درجه نا امنه ولایتونو په کتار کې یادیږي.

دغه ولایت د ځینو ولسوالیو پرته په ۲۰۱۰ میلادي کال کې تر سترو پوځي عملیاتو وروسته د یوې نسبي کرارۍ شاهد و، خو په وروستیو کې دغو جګړو یو وار بیا زور اخیستی دی او ان دا اندیښنې یې رامنځ ته کړي چې ښایې هلمند د وسله والو طالبانو لاس ته سقوط وکړي.

د جنوب لویدیځ زون اوپراتیفي قومندان عبدالجبار قهرمان چې د هلمند د جګړې رهبري کوي دا تاییدوي چې په دغه ولایت کې تقریباً په ټولو ولسوالیو کې په پراګنده توګه جګړه ده خو په خبره یې کله نا کله دغه جګړه په شمالي هلمند کې زور اخلي.

ښاغلي قهرمان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د هلمند د جګړې تر شاه سیمه ییز او نړېوال لاسونه کار کوي څو ورسره ټوله شاوخوا ولایتونه یې نا امنه شي.

ښاغلي قهرمان زیاته کړه:

"ایران او پاکستان، د فرا منطقې هېوادونه، ان بعضي عربي مملکتونه څوک مستقیم او څوک هم غیر مستقیم په دغه جګړه کې زیدخل دي. په هلمند باندې د جګړې د فشار اساسي علت د هلمند ستراتیژيکوالی دی."

د دفاع وزارت مرستیال عبدالجبار قهرمان وړاندې و ویل چې دا مهال دولتي ځواکونه خلکو ته د ذهنیت ورکولو او چریکي عملیاتو باندې بوخت دي او په خبره یې د دوی لپاره وروستۍ انتخاب له درنو وسلو څخه کار اخیستل دي.

خو ښاغلي قهرمان دا و نه ویل چې د هلمند په وروستیو عملیاتو کې د دولت وسله والو مخالفینو او یا هم افغان لوري ته څومره تلفات اوښتي دي.

د هلمند امنیتي حالاتو ته په کتو د امریکا متحده ایالات په پام کې لري د فبرورۍ تر وروستیو پورې خپل سلګونه اضافي سرتیري په هلمند ولایت کې ځای پرځای کړي چې ویل کیږي ماموریت به یې د افغان ځواکونو روزنه او سلا مشوره وي.

نهر سراج، سنګین او مارجه د هلمند له ناامنو ولسوالیو څخه دي چې د دغه ولایت د امنیتي مسوولینو په وینا په کې د تازه عملیاتو د پيلولو پلان لري.

د پولیسو د ۵۰۵ بست زون قومندان عصمت الله دولت زي تردې مخکې ازادي راډیو ته وویل چې له پلازمینې کابله د نویو تازه دمو سرتیرو او تجهیزاتو په رسیدو سره او هم په خپله د سیمه ییزو ځواکونو په تخنیکي او تسلیحاتي برخو کې مثبت بدلونونه کولی شي دغه عملیات له پخوانیو څخه بیل کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم اعلان کړی چې یو با صلاحیته پلاوی به د عمومي وضعیت د ارزونې په هدف هلمند ته واستول شي.

دا چې ولې په هلمند کې جګړې زور اخیستی دی او د وسله والو مخالفینو لپاره یې اهمیت په څه کې دی، همدا پوښتنه مې د پوځي چارو له کارپوه باري عارض څخه وکړه.

ښاغلي عارض زیاته کړه:

"داسې نه ده چې ګاونډي هېوادونه، سیمه او یا فرا منطقه هېوادونه یواځې له هلمند سره دلچسپي ولري. که اوس هلته یې فشار ډير وارد کړی وي نو علت یې دا دی چې یوه ستراتیژيکي منطقه ده. سرحدي موقعیت لري او پر جنوب غرب حوزې مستقیم تاثیرات درلودای شي."

نوموړی دا هم وایي چې هلمند د سقوط په درشل کې دی او دولت باید ورته جدي پام وکړي.

په ولسي جرګې کې د هلمند د خلکو استازی عبدالحی اخند زاده په دغه ولایت کې پر عملیاتي پرمختګونو په انتقاد سره وایي چې تر اوسه دغو ستونزو ته هغسې چې لازمه وه پاملرنه نه ده شوې.

خو د دفاع وزارت مرستیال عبدالجبار قهرمان د هلمند د سقوط احتمال رد کړ او ویې ویل چې په دغه ولایت کې د هوا وضعیت د جګړې د لور پر بدلولو کوم تاثیر نه کوي.

محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG