د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د چین او افغانستان ترمینځ د اورګاډي پټلۍ د جوړولو سند لاسلیک کیږي


افغان چارواکي او د اقتصادي چارو پوهان؛ د چین او افغانستان ترمینځ د ریل ګاډي د پټلۍ جوړول؛ د هېواد د تجارت او ټرانزیټ لپاره مهمه ګڼي.

سره له دې چې چین له یوې خوا د افغانستان د سولې له پروسې سره مرستې پیل کړي؛ له بلې خوا یې ژمنه کړې چې په لږه موده کې به د چین او افغانستان ترمینځ د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو سند لاسلیک شي.

افغان چارواکي د دواړو هېوادونو ترمینځ د اورګاډي د پټلۍ جوړول؛ د تجارت او ټرانزیټ له پلوه مهمه ګڼي او وايي، له دې سره به د سیمې د هېوادونو ترمینځ اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې شي.

د افغانستان د فواید عامې وزیر محمود بلیغ ازادي راډیو ته ویلي چې د اورګاډي د پټلۍ جوړول د ملي یووالي د حکومت په لومړیتوبونو کې دي او کولی شي چې افغانستان د سیمې د هېوادونو ترمینځ؛ د تجارت او ټرانزیټ د یوې نښلوونکي سیمې په توګه بدل کړي:

"د اورګاډي پټلۍ د افغانستان د راتلونکي اقتصاد لپاره یوه حیاتي موضوع ده.

دا موضوع د افغان حکومت او فواید عامې وزارت په لومړیتوبونو کې ده. دا زموږ پخوانۍ هیله ده چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمینځ د یو ټرانزیټي هېواد په توګه بدل کړو او دا هیله به مو د اورګاډي د پټلۍ له جوړولو پرته، تحقق ونه مومي."

په افغانستان کې د چین سفیر یوجینګ له جمهورريیس اشرف غني سره به لیدنه کې ویلي چې په لږه موده کې به د کابل او بیجنګ ترمینځ د اورګاډي د پټلي د جوړولو سند لاسلیک شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په اعلامیه کې تایید شوې چې د اورګاډي دا پټلۍ به له چین څخه پیل او د قرغزستان او تاجکستان له طی کولو وروسته به افغانستان ته راننوځي او له دې لارې به ایران ته ورسېږي.

د دې پټلۍ اوږدوالی شا و خوا دوه زره کیلو متره ښودل شوی چې څه باندې زر کیلو متره یې د افغانستان له لارې تیریږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د نړېوالې سوداګرۍ عمومي ريیس عبدالرحیم مهمند ازادي راډیو ته وویل؛ دا پروژه به په سیمه کې اقتصادي او تجارتي راکړه ورکړه ګړندۍ کړي:

"په دې پروژه کې هغه هېوادونه لکه ایران، قرغزستان، چین او تاجکستان شامل دي چې اقتصاد اوتجارت یې ښه دی؛ د دوی له اړیکو، تجارت او ټرانزیټ سره به د هېواد اقتصاد هم ښه شي."

جمهورريیس اشرف غني ډېر ځله په خپلو خبرو کې ویلي چې هېواد به د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمینځ د تجارت او ټرانزیټ په دهلیز واړوي.

افغان چارواکي وايي، په پام کې ده چې افغانستان په خپله خاوره کې شاوخوا شپږ زره او پنځه سوه کیلو متره د اورګاډي پټلۍ جوړې کړي‎.

همدارنګه د ولسي جرګې د اقتصاد د کمیسیون غړی قدرت اله ذکي وايي؛ حکومت دې د دې پروژه د پيلولو لپاره په لږه موده کې یو رغنده میکانیزم جوړ کړي:

"افغانستان ټرانزیټ ته زیاته اړتیا لري؛ کومې تجارتي او ټرانزیټي اړیکې چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې لرو؛ ډېر وخت نیسي او ګران تمامېږي، دغه لاره به د هېواد تجارت او ټرانزیټ پراخ کړي؛ حکومت ته یې ګټه رسیږي او خلکو ته هم. هیله ده په دې برخه کې ژر اقدام وشي."

سر بېره پردې افغان چارواکي وايي؛ د ترکمنستان څخه به د اقینې تر بندره پورې د اورګاډي پټلۍ چارې، په نږدې راتلونکې کې بشپړې او هڅې روانې دي چې له تورغنډۍ څخه تر هرات، له سپین بولدک څخه تر کندهار او له تورخم څخه تر جلال اباد پورې ورته پټلۍ جوړې شي.

د اقتصادي چارو پوه نورګل منګل وايي؛ دا چې افغانستان بحرته لاره نه لري حکومت ته په کار ده چې ځمکني ټرانزیټ ته زیات پام وکړي او هېواد د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې، له اروپا سره ونښلوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG