د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د پولیو د نوي کال لومړۍ پیښه په کندهار کې ثبت شوې


د کندهار ولایت روغتیايي چارواکي وایي چې د پولیو دا نوې پېښه د دغه ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په چېنارتو کې ثبت شوې ده.

د کندهار د عامې روغتیا ریس ډاکټرعبدالقیوم پخلا وايي چې ګوزڼ وهلي ماشوم ۵ کاله عمر لري او یواځې یو ځل یې د پولیو څاڅکې اخیستي وو.

هغه وایي، دغه ماشوم چې دمخه په سر سخت شوی وو، اوس یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ډاکټر پخلا امریکا غږ ته وویل، دغې پېښې ثابته کړه چې د کندهار په چاپیریال کې د پولیو ویروس شته او په دې برخه کې ډیر کار ته اړتیا ده چې باید تر سره شي.

د ۲۰۱۶ میلادي کال له پیل راهیسې دا په افغانستان کې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ مثبته پېښه ده چې په کندهار ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

تېرکال په کندهار ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه وه ثبت شوې.

په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر۱۹ ته رسیدلی وو.

په جنوب کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونېسف د واکسین د برخې د همږغۍ مسئول سید کمال شاه امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل، د دوی لومړني معلومات ښيي چې دا ماشوم به تېرکال د پولیو په ویروس اخته شوی وي.

خو هغه زیاته کړه چې دا به تر بشپړه لابراتواري معایناتو وروسته روښانه شي.

ښاغلي سید کمال شاه وویل

"په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې دغې تازه پېښې دوی هم سخت اندېښمن کړي او دا ثابتوي چې د پولیو پر ضد هڅو کې باید نور کار هم وشي."

د کندهار د عامې روغتیا مسولین وايي، دوی ته ۶ میاشتې وخت ورکړ شوی چې د پولیو ویروس جریان د دغه ولایت په چاپیریال کې ودروي خو له دې تازه پېښې څخه داسې څرګندیږي چې په اساني سره دغه ټاکلي هدف ته ونه رسیږي.

د کندهار د کتلوي معافیت امر ډاکتر نظر محمد امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل، روان میلادي کال کې به د پولیو واکسین ۱۵ نور ټیمونه جوړ کړي او د عامه پوهاوي په برخه کېبه ځانګړي پرو ګرامونه عملي کړي.

شاه ولیکوټ د کندهار یو له ناامنه ولسوالیو څخه ده چې تیره میاشت د واکسین یوتن رضا کار د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو تر مینځ په نښته کې ووژل شو.

که څه هم د دولت وسله وال مخالفین د واکسین له پروګرام سره په څرګنده کوم مخالفت نلري خو روغتیايي چارواکې وايي چې په جنوبي ولایتونو کې روانې جګړې او ځمکني ماینونه د دوی د فعالیتونو پر وړاندې هغه خنډونه دي چې د واکسین هڅې يې ټکنۍ کړي دي.

XS
SM
MD
LG