د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

د نکاح خط لرل ښځې او خاوند ته کومې ګټې لري؟


په دې خپرونه کې د واده پر مهال د نکاح خط پر اخستو او په محکمه کې د ثبت په اهمیت غږیږو او دا چې د نکاح نامې نه لرل ښځه او خاوند له کومو ستونزو سره مخ کوي؟

واده د مینې او اخلاقو پیوند دی چې د ښځې او نارینه ترمنځ تړل کیږي او دوی دواړو ته حق ورکوي چې په ګډه ژوند وکړي،خو واده هم خپل یو لړ اصول او مقرارات لري چې د جانیبینو لخوا باید عملي شي مثلا ایجاب او قبول،مهر،د نکاح ثبتول او دې ته ورته نورې مهمې خبرې چې باید په پآم کې ونیول شي. په افغانستان کې تر اوسه ډیر ودونه یا په شفاهي او یا د عرفي سند د لیکلو په اساس ترسره کیږي چې د واده قانوني عمر،د واده شرایط،مهر او داسې نورې مهمې خبرې په قانوني بڼه پکې نه ثبت کیږي.

د میدان وردکو اوسیدونکی رحیم الله چې د خپلې سیمې د نکاح په ګڼو مراسمو کې ګډون کړی وایي چې د دوی په سیمه کې د نکاح نامې اخستل څه چې آن د عرفي سند رواج هم نشته خلک پر یو بل د اعتماد په اساس په شفاهي ډول نکاح تړي.

د کابل اوسیدونکې شیما وایي کله چې د دې نکاح تړل کیده کوم رسمي سند موجود نه وه او په شفاهي ډول یې د دې مهر ټاکلی و وروسته بیا کله چې دې د خپل مهر غوښتنه وکړه میړه یې نه ورکاوه،دا وایي که نکاح خط یې ثبت وای نو له داسې ستونزې سره به نه مخ کیده

رسمي نکاح خط هغه سند دی چې د افغانستان د سترې محکمې لخوا جوړ شوی او د محکمو لخوا د ښځې او میړه د نکاح د اثبات او دهغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره په رسمي بڼه ورکول کیږي،په نکاح نامه کې د ښځې او میړه پوره پیژندګلوي،دشاهدانو پیژندګلوي او د نکاح شرایط هم لیکل کیږي او په محکمه کې له ثبتولو وروسته مشروعیت پیدا کوي.

د افغانستان د سترې محکمې د دویم زون د وثایقو رییس قاضي امان الله د نکاح خط د ثبتولو د اهمیت په اړه وایي چې تر ټولو مهم اهمیت یې د مهر مسله ده چې که کله یوه ښځه وغواړي په اسانۍ یې تر لاسه کولای شي.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:11 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG