د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

نوري: د ټاپي پروژې تر پیل مخکې باید ۵ تفاهم لیکونه لاسلیک شي


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي؛ د هغو پنځو تفاهم لیکونو پر طرحو یې کار پیل کړی چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې له پیل مخکې باید د یادې پروژې د ښکیلو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي؛ په ۲۰۱۶ میلادي کال کې به د ټاپي پروژې اړوند د ماین پاکۍ پر کارونو، ټولیزې سروې او د پروژې پر امنیتي برخې تمرکز زیات وي.

د دغه وزارت ویاند محي الدین نوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ حکومت ژمن دی چې د افغانستان دننه د ټاپي پروژې عملي کار په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پيل کړي.

نوموړی وایي چې افغان حکومت دا مهال د هغو پنځو تفاهم لیکونو پر طرحو هم کار پیل کړی چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار له پيل مخکې باید د پروژې د ښکیلو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شي:

"د کانونو او پټرولیم وزارت دمګړۍ په هغو تفاهم لیکونو کار کوي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې باید لاسلیک شي؛ ځکه یو شمېر تفاهم لیکونه دي چې وروسته د ټاپي پروژې تر کار باید لاسلیک شي؛ څو افغانستان ته کار راسیږي دا اسانتیاوې او زمینې برابرې شي؛ دا تقریباً پنځه تفاهم لیکونه دي چې باید د څلورو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شي."

ښاغلي نوري وویل چې د ټاپي پروژې پر جوړښت باندې بیا کتنه پای ته رسېدلې او پر دې کار روان دی چې عملي کولو ته یې متخصصین استخدام او د وزارت په چوکاټ کې ورته نوی تشکیل جوړ شي.

تاپي پروژه د روان کال د قوس میاشتې په ۲۲مه نېټه د ترکمنستان په ماري ښار کې په رسمي توګه پرانستل شوه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

یاده پروژه۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومتره د افغانستان له خاورې تېریږي.

افغان حکومت وايي چې هر کال به د دغې پروژې له درکه افغانستان ته ۴۰۰ میلیونه ډالره مستقیم عواید راشي.

ویل کېږي چې دا پروژه د افغانستان له اکثرو نا امنو ولایتونو تېريږي چې د دې پروژې امنیت خلکو ته اندېښنې پیدا کړې دي.

دا نل لیکه په ترکمنستان کې د ۱۴۷ کیلومتره تر غځېدو وروسته د افغانستان خاورې ته داخلیږي او له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو تېرېږي او د پاکستان له لارې هندوستان ته ځي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د ټاپي پروژې امنیت ته له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی په ډېر جدیت کار کوي ترڅو وکولی شي چې د دې پروژې لپاره ښه تدابیر ولري:

"د امنیتي تدابیرو لپاره د افغانستان حکومت له خپلو ټولو امکاناتو به کار اخلي؛ که اړتیا دې ته وي چې ځانګړې امنیتي ځواکونه رامنځ ته شي؛ هغه به هم وشي او موږ په ډېر شدت په دې اړه کار کوو."

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم په ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه په ځوانانو باندې غږ کړی چې له دغې پروژې څخه ملاتړ وکړي او حکومت به یې د امنیت لپاره خاص پام وکړي.

همدارنګه په ولسي جرګې کې د خلکو استازو او عام وګړو د دې پروژې څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا پروژه به د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې ګټوره ثابته شي.

راپور: ناجیه ساپي

XS
SM
MD
LG