د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

فېروز: هڅه کوو روغتیايي خدمات معیاري کړو


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي؛ هڅې یې تیزې کړي چې د هېواد په ټولو روغتونونو کې بيړنۍ څانګې فعالې او په مجموع کې روغتیايي خدمات معیاري کړي.

که څه هم له ډېرو کلونو راهیسې خلک په هېواد کې د روغتیايي خدماتو د کیفیت له ټیټوالي شکایت کوي؛ د عامې روغتیا وزارت وايي، عملي کارونه یې پیل کړي چې د هېواد په ټولو روغتونونو کې روغتیايي خدمات معیاري کړي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز دا خبرې د شنبې په ورځ په کابل کې د جمهوریت روغتون، د بیړنۍ څانګې د پرانیستلو پر مهال وکړې.

ښاغلي فېروز وویل، د دې څانګې له پرانیستو سره به د جمهوریت روغتون اتیا فیصده ستونزې کمې او د ناروغانو رضایت به حاصل شي:

"موږ هڅه کوو چې د ټولو روغتونونو بیړنۍ څانګې روزل شویو کارکوونکو، وسایلو، امکاناتو او د شیفت له سیسټم سره فعالې کړو؛ د دې روغتونو بیړنۍ څانګه پنځوس بستره لري؛ پرمختللي تجهیزات په کې نصب او مجرب کارکوونکي په کې ګمارل شوي دي؛ د دې څانګې له فعالېدو سره به د ناروغانو ستونزې کمې شي."

ښاغلي فېروز دا هم وویل، په لږه موده کې به ورته بېړنۍ څانګې د کابل ښار؛ په څوارلسو نورو روغتونو کې هم فعالې کړي او د دې اقدامات لمن به د ولایتونو روغتونونو ته هم وغځوي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال هرکال د افغانانو شا و خوا درې سوه میلیونه ډالره؛ په بهر کې په درملنو لګیږي.

د عامې روغتیا وزیر دا هم وویل؛ تردې دمه په افغانستان کې اویا فیصده درملنه نیمګړتیا وې لري چې علت یې د دولت د مالي امکانانو کموالی دی.

خلک وايي، که په هېواد کې دننه روغتیایي خدمات معیاري وي‎؛ یو افغان به هم د درملنې لپاره بهر ته لاړ نه شي.

د بصیر باد شاه په نامه یوه تن ازادي راډیو ته وویل:

"دلته ښه او مهم درمل هم نشته، په روغتونونو کې کافي وسایل هم نشته؛ همدا علت دی چې خلک د درملنې لپاره بهر ته ځي. زموږ هیله دا ده د عامې روغتیا وزارت د ناروغانو، روغتونونو او وسایلو وضعیت ته توجه وکړي؛ څو خلک د درملنې لپاره بهر ته لاړنه شي."

د عامې روغتیا وزارت وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې څه کم دوه سوه روغتونونه او شاوخوا، دوه زره روغتیایي مرکزونه او کلینکونه شته چې باید معیاري شي؛ خو دې هدف ته د رسېدو غوره لار، د خصوصي سکتور د مرستو جلبول دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې اوسمهال د درملنې شپږ نوي فیصده لګښت په خپله ناروغ ورکوي.

خلک له حکومته غواړي چې د ناروغو هېوادوالو او په تېره د بېوزلو، وړیا درملنو ته پلانونه ترتیب کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG