د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

یو،اس،اې،آی،ډي د افغانستان له روغتیايي سکتور سره مرسته وکړه


د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې یا «USAID» د افغانستان د روغتیایي سکتور د پیاوړتیا لپاره د نږدې ۴۰ میلیونو امریکايي ډالرو د مرستو اعلان وکړ.

په کابل کې د امریکا سفارت وايي چې د دې مرستې لګښت به افغانان د هېواد دننه په روغتیايي خدماتو باوري کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د روغتیا سکتور د پراختیا او ودې لپاره بهرنۍ مرستې مهمې بولي وايي چې دا اندازه پیسې به د افغان حکومت تر څارنې لاندې مصرف شي.

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره له کورنیو سرچینو څخه د روغتیایي سکتور تمویل، د بشري اغېزمنې قوې او مسؤلیت اخیستنې رامنځته کولو او د افغانستان روغتیایي سکتور د ځان بسیا کېدو په هدف په دغه هېواد کې ۳۷،۹ میلیونه ډالره لګوي.

په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مکنلي د سې شنبې په ورځ په دې اړه یوې غونډې ته وویل چې افغانستان د روغتیا په سکتور کې د ټولو لاسته راوړنو سره لاهم د کیفیت لوړېدو ته جدي اړتیا لري.

هغه وايي چې لاهم زرګونه افغانان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي خو هیله لري چې دا نوې مرسته په دې برخه کې بدلون راولي.

ښاغلي مکنلي وویل:

"اټکل دا دی چې افغانان هر کال ۲۸۵ میلیونه ډالره په ګاونډیو هېوادونو کې پر درملنې لګوي، موږ پوهېږو چې دا پانګه په هېواد کې دننه د روغتیایي خدمتونو د ملاتړ لپاره هم لګول کېدای شي، د روغتیایي سکتور اړوند دا پروژه به له حکومت سره مرسته وکړي چې د هېواد دننه مالي سرچینې پیدا، پیاوړې او پایداره کړي، تر څو ټولو خلکو ته د روغتیا یو شان خدمات ورسېږي."

مکنلي وايي چې افغاسنتان د نظامي او پراختیایي مسؤلیتونو اخیستلو وروسته اوس د پراختیايي کارونو نوې مرحلې ته داخلېدونکی دی چې باید له پیله کارونه اساسي ترسره شي.

دا پیسې به د پنځو کلونو لپاره د عامې روغتیا وزارت او په ولایتونو کې د هغو اړوندو څانګو کې د کارونو او سیستمونو د پیاوړتیا او ملاتړ په هدف ولګېږي.

دا پیسې داسې وخت په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره ځانګړې کېږي چې د معلوماتو له مخې په دې برخه کې هر کال یو نیم ملیارد ډالر ښکته او پورته کېږي خو خلک لا هم د روغتیایي خدمتونو څخه پراخ شکایتونه لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز بیا د روغتیایي خدمتونو د اغېزمنتیا لپاره دا ډول مرستې مهمې بولي وايي چې ورسره په دې ډول به د روغتیا دولتي سکتور ترڅنګ خصوصي سکتور هم وده وکړي.

هغه وايي چې افغانستان په دې برخه کې پر ځان د بسیا کېدو ګامونه اخلي او دا پیسې به هم د وزارت تر څارنې لاندې په غوره توګه مصرف شي.

ښاغلي فیروز زیاته کړه:

"دا پیسې د موسساتو له لوري په پنځو کلونو کې مصرفېږي خو د عامې روغتیا وزارت مسؤلیت لري چې له لګونې یې څارنه وکړي تر څو یقیني شي چې دا پیسې له پلان او اهدافو سره سم اغېزمنې مصرفېږي."

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره یا «USAID» وايي چې د نورو ګټو ترڅنګ دا پروژه به د عامې روغتیا وزارت وهڅوي تر څو د افغانانو د روغتیا لپاره اوږدمهاله او نسبتاً سختې پالېسۍ جوړې کړي.

د یادونې وړ ده چې له افغانستان څخه ډېری ناروغان اوس هم د درملنې لپاره پاکستان او هندوستان ته سفرونه کوي چې اکثریت یې په یادو هېوادونو کې د درملنې د دروند اقتصادي بوج وس او توان نه لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG