د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

مظاهره چیان د ګوانټانامو او بګرام زندانونو د بندېدو غوښتونکي شول


لسګونه کسان چې په کې د مدني ټولنو فعالان، په ګوانټانامو زندان کې د بندیانو د کورنیو یوشمېر غړي او له هغه زندان څخه ځینې راخلاص شوي کسان شامل دي؛ وايي چې امریکا باید ګوانټانامو او د افغانانو لپاره جوړ شوي زندانانو وتړي.

دوی د شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته راغونډ شوي وو او د امریکا د دې پالیسي پر ضد یې شعارونه ورکول.

د مظاهرې یوه تنظیموونکی خیرالله شینواری وايي چې په ګوانټانامو او بګرام زندانونو کې بې ګناه کسان په داسې حالت کې ساتل کېږي چې هېڅ ډول بشري حقونو ته لاسرسی نه لري:

"د نړۍ پر بشري وجدان غږ کوو چې زموږ دا غږ بدرګه کړي؛ موږ د امریکا پر حکومت غږ کوو که چېرې په بندیانو جرم نه شي ثابتولای؛ نو باید دا کسان ژر تر ژره ازاد او زندانونه وتړي. د امریکا سیاسیون باید پوه شي چې سوله د عدالت تامین غواړي."

د ګوانټانامو په زندان کې دا مهال لسګونه افغانان او د بګرام په زندان کې چې چارې یې اوس افغان لوري ته سپارل شوي سلګونو کسان بندیان دي چې ډېرشمېر یې له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره د اړیکو او همکاریو په تور نیول شوي دي.

په کابل کې د دغو زندانونو د تړل کېدو دا غوښتنه داسې وخت مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ټاکنیزو کمپاینونو په وخت کې د ګوانټانامو زندان د تړل کېدو ژمنه کړې وه؛ خو ویل کېږي چې ده لا تراوسه خپله دغه ژمنه په بشپړ ډول نه ده عملي کړې.

د عمرخان په نوم د خوست یو اوسېدونکی چې دې مظاهرې ته راغلی و؛ وايي چې له څوارلسو کلونو راهیسې یې زوی په ګوانټانامو کې بندی دی او هېڅ پوښتنه یې نه کېږي.

"څوارلس کاله کېږي چې زوی یې رانه وړی؛ هېڅ پوښتنه نشته، همداسې پروت دی، که مجرم وي کومې محکمې ته دې یې کش کړي؛ که مجرم نه وي ولې وخت پرې تېروي."

د اختیار محمد په نوم بل کس وايي چې پنځه کاله بې له دې چې کوم جرم ولري او یا پرې ثابت شي په ګوانټانامو کې بندي و:

"زموږ سره دې اوس کښیني چې موږ په کوم جرم بندیان وو؛ څه مو کړي وو، امریکا دې خپلې بدماشۍ پرېږدي او ګونټانامو دې بنده کړي؛ خپل مطلوب کسان یې په څلوېښتو ورځو کې خوشې کړل په موږ یې ولې کلونه کلونه تیر کړل."

د ګوانټانامو تر څنګ د امریکایانو بل غټ زندان د بګرام زندان و چې چارې یې درې کاله وړاندې افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په دې اړه دې کمېسیون ته هم شکایتونه رسېدلي او دوی له دې کبله سخت اندېښمن دي.

د یاد کمېسیون کمیشنر عبدالرحمان هوتک:

"ګوانټانامو یو داسې زندان دی چې هلته کوم خلک بندي شوي؛ هغه هم غیر قانوني دي او هلته وخت تېرول هم د ټولو قوانینو خلاف کار دی؛ موږ په دې اړه اندېښمن یو."

د تېرو څوارلسو کلونو راهیسې د ګوانټانامو د زندان څخه په څو مرحلو کې یو شمېر افغانان راخوشي شوي هم دي؛ دوی وایي چې په ګوانټاناموکې بندیان شکنجه کېږي او حقوقو ته یې هېڅ ډول پام نه کیږي.

له دې وړاندې د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو مدافعینو هم ورته شکایتونه کړي او ویلي یی دي چې د ګوانټانامو په زندان کې بندیان له خپلو ټولو حقوقو څخه بې برخې دي او باید ژر ترژره دا زندان وتړل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG