د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

ولسي جرګې د ۱۳۹۵ مالي کال د ملي بودجې دویمه مسوده تصویب کړه


په داسې حال کې چې د مالي کال یوه میاشت تیره شوي بالاخره ولسي جرګې د ۱۳۹۵ کال د مالي بودجې دویمه مسوده د رایو په اکثریت تصویب کړه.

د جرګې غړي دا ځل د پخوا په خلاف په دې نظر وو چې په بودجه کې توازن او ملي پروژې په پام کې نیول شوي؛ نو د شپږو مخالفو رایو پرته نورو وکیلانو د دې کال لپاره د ۴۴۴،۶ میلیارده افغانیو دا بودجه تصویب کړه.

دا چې د بودجې په دې طرحه کې د پخوا په پرتله څه تغیرات راغلي د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون مشر امیرخان یار یې په اړه وايي:

"په عادي بودجه کې ۱،۸ میلیارده افغانۍ زیاتې شوي او پراختیايي بودجه چې ټول ټال ۱۲۴ میلیونه ډالره کېږي د وکیلانو د پراختیایي پروژو د تمویل او ‎پلي کېدو لپاره ډيرې شوي دي."

په دغې بودجه کې ۲۷۶،۱میلیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۶۸،۵ میلیارده نورې افغانۍ د پراختیایي بودجې لپاره ځانګړې شوي دي.

په دې بودجه کې د کلیو پراختیا، فواید عامې، پوهنې او عامې روغیتا وزارتونو ته ونډه ډیره شوې؛ تر څو لرې پرتو سیمو ته خدمات ډیر شي.

له دې وړاندې د دې کال لپاره د بودجې لومړی مسوده ولسي جرګې رد کړې وه؛ خو مشرانو جرګې د ځینو تعدیلاتو سره هغې ته د تاید رایه ورکړې وه.

د مالي چارو یو شمېر شننونکي سره له دې چې د هېواد حالاتو ته په کتو دې اندازه بودجې ته خوشبینه دي؛ وايي چې که بودجه په خپل وخت تصویت شي؛ پراختیايي چارې نه زیانمنیږي.

د مالي چارو څيړونکی عبدالقادر جیلاني ازادي راډيو ته وویل چې د ۱۳۹۵ کال بودجه غني ده او که لګونې ته یې پام وشي هر اړخیز تغیرات راتلای شي:

"دا بودجه د تېر مالي کال په پرتله ډېره ښه او د خلکو هیلو ته ځواب ویونکې ده؛ سږ کال ډېر ګواښونه موجود وو؛ امنیتې ستونزې وې او پانګونه له هېواده په وتو وه؛ نو دا اندازه بودجه پاس کول یو بریالیتوب دی.

هغه وايي چې د تېر کال په پرتله دا بودجه ډېره او ښه دا چې د ژوندانه مهم اړخونو ته په کې پاملرنه ډيره شوي ده.

په داسې حال کې چې سږ کال د افغانستان کورني عواید هم بې ساري وو؛ خو افغانستان اوس هم د مالي بودجې ډېره برخه له بهرنیو مرسته کوونکو پوره کوي.

د ماليې وزارت هم وايي چې دا بودجه یې بهرنیو مرستو، د پروژ ګټو، د نا بشپړه پروژو د بشپړیدو او امکاناتو ته په کتو جوړه کړي ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG