د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

امریکا له افغانستان سره د څلورو (A-29) الوتکو مرسته وکړه


د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وایي چې د دغه هېواد د هوایي ځواکونو پر پیاوړتیا په چټکۍ کار روان دی.

د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي د جمعې په ورځ د امریکا حکومت له لوري د څلورو (A-29) پوځي الوتکو د تسلیمېدو پر مهال وویل چې دا الوتکې به افغان ځواکونو سره د پوځي عملیاتو پر مهال مرسته وکړي.

نوموړي وویل چې دا مهال د هوایي ځواکونو پیاوړتیا لپاره نور جدي کارونه هم روان دي.

ښاغلي ستانکزي وویل:

"د افغان هوایي ځواک پیاوړتیا ته ډېر اساسي ګامونه تر لاس لاندې دي، هغه توانمندي چې باید په داخل د افغانستان کې د الوتکو د ترمیم لپاره وي په دې باندې کار روان دی د ډېرو زیاتو پیلوټانو د روزنې او د هغوی د تخنیکرانو هم د هوایي قوتونو په پوهنتون کې په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر لېږل شوي دي چې هلته وروزل شي، دا ټول د دې ښکارندوی دی چې د ملي یووالي حکومت هوایي ځواک ته ځانګړې پاملرنه لري او هیله مند یو چې د دغو هڅو په نتیجه کې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي."

نوموړي وویل چې دا جنګي الوتکې د ۳۶ سپکو او درنو وسلو د کارولو وړتيا لري.

تر دې مخکې د هند حکومت د افغانستان دفاع وزارت ته د ۴ جنګي هليکوپټرو مرسته کړې وه.

په ورته وخت کې یو شمېر پیلوټان چې نوي له امریکا څخه افغانستان ته راستانه شوي وایي چې په هر ډول شرایطو کې الوتنې ته چمتو دي.

دوو تنو افغان پیلوټانو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"(A-29) الوتکې په هر ډول شرایطو کې د الوتنې وړتیا لري او د بېلابېلو سپکو او درنو وسلو د انتقال وړتیا لري."

"ما په دې برخه کې د یوه کال لپاره په امریکا کې زده کړې کړي دي، په حدود د یو سلو شپېتو ساعتونو پورې موږ پرواز کړی او اوس هم هر ډول شرایطو کې د الوتنې لپاره چمتو یو."

له دې ټولو سربېره د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وایي، نړیواله ټولنه ژمنه ده چې د افغانستان هوایې ځواک سره مرسته وکړي خو د ده په وینا چې د هوایې ځواک د پیاوړتیا لپاره دوامدارو هڅو ته اړتیا ده.

تر دې وړاندې نړیوالې ټولنې له افغان حکومت سره ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۷ کاله به یې اړتیاوې پوره کړي .

اوس مهال څه باندې سل تنه افغانان د پیلوټ، کشاف، تخنیک کار او نورو مسکلي برخو کې په امریکا، هند، عربي متحده اماراتو، انګلستان، اېټالیا او هم په خپله افغانستان کې د هرات په شېنډنډ ولسوالۍ کې په زده کړو بوخت دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG