د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

عبدالله: د نشه يي توکو د خرڅوونکو پر وړاندې باید جدي اقدامات وشي


اجرایه رییس عبدالله عبدالله وايي چې د کورنیو چارو وزارت ته به دنده وسپاري چې د مخدره موادو د خرڅونکو په اړه جدي اقدامات وکړي.

د ملي وحدت حکومت اجراییه رییس وايي؛ که په هېواد کې د مخدره موادو د پیر او پلور مخه و نه نیول شي؛ په افغانستان کې د معتادینو ستونزه حل کېدای نه شي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې د روږدو کسانو د پنځه لسوه بستریز مرکز څخه لیدنه کوله؛ ټینګار وکړ چې د هېواد کورنیو چارو وزارت ته به دنده وسپاري چې د مخدره موادو د خرڅوونکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

هغه وايي چې په دې برخه کې تر اوسه سم کارونه نه دي شوي او له دې امله روږدو کسانو د مخدره موادو د استعمال جرئت پیدا کړی دی.

"یو روږدی کس په خبرو کې یادونه وکړه؛ هغه چې مخدره مواد خرڅوي د هغې مخه نه نیولی کېږي؛ مهمه خبره ده چې کورنیو چارو وزارت ته وظیفه وسپارو چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي؛ تر اوسه جدي اقدامات نه دي شوي.

نه دا چې پاملرنه نه ده شوې حتی خرڅوونکي د خپلو موټرو سره راځي او مخدره توکي د پله لاندې په روږدو کسانو تقسیموي."

دا په داسې حال کې ده چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وروستی راپور ښيي چې په ۲۰۱۵ کال کې د نشه یي توکي ۶۰۰ کاروباریان نیولي چې د تېر کال په پرتله ۲۲ فیصده ډېر والی ښيي.

د کابل په ختیځ کې د روږدو کسانو لپاره پنځه لسوه بستریز دا روغتون د جمهور رییس په حکم څه کم یوه میاشت مخکې پرانستل شو چې له دې وړاندې د فنکس په نوم د بهرنیو ځواکونو اډه وه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي چې په دې مرکز کې یې تر اوسه ۷۰۰ کسان جذب کړي او د ۸۰۰ نورو د جذب وړتیا لري.

دغه مرکز ته راغلي روږدې ډیر کسان هم په ازاد بازار کې په اسانه توګه د مخدره موادو پیدا کېدل د دوی دې عمل د دوام لامل بولي وايي چې باید حکومت وار دمخه تدابیر ډېر کړي.

د وکیل احمد په نوم له هراته راغلی یو روږدی وايي:

"موږ په هرات کې داسې معتادین لرو چې زه یې هم په صفونو کې وم د هرې شنبې په سهار به تلو او یوه اندازه مخدره توکي چې زموږ برخه به کېدله موږ اخیستل."

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وايي چې وزارت یې د روږدو ډېرو کسانو له شمېره په اندېښنه کې دی؛ خو دوی په دې اړه نوي هڅې پیل کړي دي.

اغلي عظیمي وايي چې په دې اړه یې د څو وزارتونو سره د عامه پوهاوی پرواګرامونه پیل کړي او د روږدو کسانو لپاره دوه نور مرکزونه جوړوي.

"د دوه کمپلکسونو کار زموږ د وزارت له خوا پر مخ روان دی یو یې په هلمند کې دی چې ۹۸ فیصده کار یې بشپړ شوی او بل هم په ننګرهار کې چې کار یې ۶۰ فیصده مخ ته تللی دی."

په دې اړه د نویو اقداماتو څرګندونې داسې مهال کېږي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان په ۱۳۲ ولسوالیو کې د کوکنارو کر کیله کېږي.

د نشه یي توکو په اړه وروستی راپور ښيي چې افغانستان د شاوخوا څلوېښت زرو روږدو کسانو د درملنې وړتیا لري او دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد د ۳.۵ میلیونو وګړو په بدن کې د مخدره توکو استعمال مثبت ارزول شوی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG