د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

"د خوست د هوايي ډګر د پروژې ملامت او سلامت نه دی مالوم"


د خوست د هوايي ډګر د پروژې د کار له درېدو شاوخوا څلور کاله تېرېږي، خو تر اوسه يې بیا کارونه نه دي پیل شوي.

د خوست هوايي ډګر پروژه پخوا د شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالرو په قرارداد ورکړل شوې وه چې وروسته د ټیټ کیفیت په ګډون د یو شمېر نورو ستونزو له کبله بنده شوه.

سره له دې چې د جولای په ۱۵ ولسمشر اشرف غني خوست ته په خپل سفر کې ځايي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د هوايي ډګر د پروژې ستونزې وڅېړي، رپوټ يې ورکړی تر څو د کار د بیا پیلېدو په باب ولسمشر اړوندو ادارو ته هدایت ورکړي، خو له دې خبرې هم نېږدې شپږ میاشتې تېرېږي مګر بیا هم د کار د پیل څرک نه تر سترګو کېږي.

د خوست هوايي ډګر جوړېدل په دې مهم دی چې د ځايي چارواکو په وینا یوازې عربي هېوادونو کې ۱۱۸ زره خوستي مسافر مېشت دي چې حکومت د دې هوايي ډګر له لارې د پام وړ عواید ترلاسه کولای شي.

د یاد هوايي ډګر د پروژې لومړني کارونه پخوا ترسره شوي، چاردېوالي ورڅخه راتاوه شوې، خو اوس ځايي خلک په کې رمې پیايي، ماشومان په کې لوبې کوي، خال خال د اوسپنې کټارې يې ماتې شوي او د ښې ساتنې بندوبست يې نه شته.

د خوست دوه تنه اوسېدونکي د ازادۍ راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې د هوايي ډګر د پروژې د کار د پیل غوښتنه کوي، همدارنګه د هغو کسانو محاکمه غواړي چې د دې پروژې د کار پر وړاندې يې مزاحمت رامنځته کړی، دوی د هوايي ډګر د جوړېدو اړتیا داسې په ګوته کوي:

سید امین خان وايي:

"دا ایرپوټ دوی وايي چې جوړوو يې، خو جوړېږي نه، دا دوه درې کاله وخت دی چې تېرېږي، دوبۍ، سعودي، کوېټ او نورو ځایونو کې زموږ مسافر چې دي، ښه به دا وي چې له خوست ولاړ شي او خوست ته راشي."

د نادر شاه ګوټ اوسېدونکی نور رحمن زیاتوي:

"په بهر کې زموږ په زرګونو مسافر دي، لارې خرابې دي، تهدیدونه هم شته موږ غواړو چې دا میدان ژر جوړ شي او هغه څوک چې دا کار يې ځنډولی هغه باید محاکمه شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي."

د خوست ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزی هم وايي چې د هوايي ډګر پروژه یوې معما ته ورته ده، ملامت او سلامت په کې مالوم نه دی، که چېرې فساد په کې شوی وي یا چا په کې باج غوښتی وي په دې موده کې يې محاکمه څه شوه او که نه وي، نو دا څلور کاله کې يې ولې کارونه په ټپه درېدلي دي.

دی د حکومت له چارواکو د پروژې د پیل او د فساد کوونکو په محاکمه کې د جدیت غوښتنه کوي:

"د خوست د هوايي ډګر پروژه له تېرو څلورو کالو راهیسې له ځنډ او خنډ سره مخامخ ده، او په بېلابېلو پلمو دا پروژه ځنډول شوې ده، په دې کې هم شک نه شته چې په دې پروژه کې د ځینو خلکو له خوا باج اخیستنه، جزیه او فساد کې ښکېلتیا هم موجوده ده، هر هغه چا چې دا پروژه له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړې ده هغوی ته باید سزا ورکړل شي، د ولسونو غوښتنه دا ده چې په دې اړه باید ولسمشرۍ ماڼۍ له جدیت څخه کار واخلي او د دغې پروژې ملامت او سلامت مالوم کړي او کار عملاً پیل شي."

نېږدې شپږ میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ځايي چارواکو ته د هوايي ډګر د قضیې د څېړنې لارښوونه کړې وه، خو تر اوسه د دې څېړنې پایلې رسنیو سره نه دي شریکې شوي.

هغه مهال ولسمشر د خوست ځايي چارواکو ته د هوايي ډګر په اړه داسې ویلي و:

"د هوايي ډګر په پروژه زه تصمیم نیسم خو والي صیب که راته ګرنټي راکوي چې په منځ کې به يې چټلي نه وي، قراردادي راغی او راته يې وویل چې رانه جزیه اخلي، ترتیب ونیسئ ما ته ډاډ راکړئ د مشرانو له خوا سمه ده؟ چې زه هدایت ورکړم چې کار شروع کړي."

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان هم وايي چې د ځايي ادارې د ارقامو او مالوماتو له مخې په عربي هېوادونو کې ۱۱۸ زره خوستي مسافر اوسېږي او د هوايي ډګر د پروژې تطبیق ته اړتیا موجوده ده، نو باید کار ژر پیل شي.

ده هیله وکړه چې دا ځل باید قرارداد کوونکی شرکت د کار کیفیت په نظر کې ونیسي او د قرارداد پر اساس په ټاکلي وخت کې د هوايي ډګر کارونه بشپړ کړي.

یاده دې وي چې د خوست د هوايي ډګر پروژې کارونه په ۱۳۹۰ لمریز کال کې پیل شول، مقدماتي کارونه يې په یو کال کې ترسره شول، خو وروسته يې کارونه د نامالومو لاملونو له امله ودرېدل، یاد هوايي ډګر د خوست په سوېل کې په څلور سوه جریبه ځمکه کې چې د تڼیو او اسماعیل خېلو او مندوزیو په دوو ولسوالیو کې موقعیت لري جوړېږي، ځايي چارواکي په لومړي ګام کې د دې هوايي ډګر د رنوې یا ځغاست لیکې د جوړولو غوښتنه کوي تر څو په خوست کې جوړېدونکی هوايي ډګر پروازونو ته چمتو شي.

XS
SM
MD
LG