د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

ستره محکمه به د کابل په ښځینه زندان کې د بندیانو قضيې جدي وڅېړي


د افغانستان ستره محکمه وايي چې د کابل په ښځینه زندان کې به د محکوم شوو او تورنو ښځو قضیې په جدي توګه وڅیړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د متهمو ښځود شکایتونو په اساس د محکوم شوو ښځو د دوسیو د څیړلو په هدف یو فرمان صادر کړ.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ولسمشر د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ وايي چې د یاد فرمان له مخې به د زنداني شوو ښځو دوسیې په دقیق ډول ارزیابي شي.

د افغانستان ستره محکمه وايي، د دې لپاره چې ایا د کابل په ښځینه زندان کې په قضايي برخه کې د عدالت اصل رعایت شوی یا خیر، هر اړخیزه څیړنه ترسره کیږي.

د افغانستان د سترې محکمې رییس سید یوسف حلیم د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې هدف یو پلاوی ټاکل شوی او د شنبې په ورځ به خپل کار پیل کړي.

ښاغلي حلیم وویل، د کابل په ښځینه زندان کې به د محکوم شوو او تورنو ښځو قضیې په جدي توګه وڅیړل شي.

ښاغلی حلیم زیاته کړه:

"ولسمشر هدایت کړی، انشاالله که د شنبې په ورځ د ولسمشر حکم موږ ته را ورسېده، موږ پلاوی ټاکلی د زندایانو دوسیې او همدارنګه هغه شکایات چې تورن یې لري هغوی به په جدي ډول وڅیړل شي او بیا به دا موضوع له ولسمشر سره شریکه کړای شي."

دا پلاوی وروسته له هغې ټاکل کیږي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د متهمو ښځو د شکایتونو په اساس د محکوم شوو ښځو د دوسیو د څیړلو په هدف یو فرمان صادر کړ.

په دې فرمان کې راغلي د دوسیو له څیړلو وروسته به د افغانستان ستره محکمه په ټاکلي وخت د موظف شوی هییت راپور جمهوري ریاست ته ارایه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د کابل له ښځینه زندانه لیدنه وکړي او له زنداني ښځو سره یې د هغوی د شکایتونو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان سترې محکمې د معلوماتو په اساس دا فرمان وروسته له هغې صادریږي چې داسې شکایتونو موجود وو چې د ښځو دوسیې ښې نه څیړل کیږي او ځیني نفوذ لرونکي کسان یې په قضیو کې لاس وهنه کوي.

که څه هم د کابل په بادام باغ زندان کې د زنداني شوو ښځو په اړه دقیق ارقام په لاس کې نشته، خو دوه کاله وړاندې یاد رقم ۲۳۰ تنو ته رسېده.

یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي، په هېواد کې د نورو زندانیانو ترڅنګ د بې عدالتۍ، تبعیضي امیز چلند د زندانیانو دوسیو ته نه پاملرنې څخه ښځینې زندانیانې هم مستثنی نه دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ولسمشر د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ وايي چې د یاد فرمان له مخې به د زنداني شوو ښځو دوسیې په دقیق ډول ارزیابي شي.

د دې وزارت د عامله اړیکو او اطلاعاتو رییسه هیلی اعظم نیکزاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښځینه زندانیانو د دوسیو د څیړو په اړه د ولسمشر تور پرځای کار وباله.

اغلې نیکزاد زیاته کړه:

"ولسمشر د یوه فرمان له مخې سترې محکمې د یوه پلاوی د ټاکلو لارښونه کړې، یاد پلاوی به د زنداني ښځو دوسیې څیړي، دا یو پرځای اقدام دی، ځکه چې د ښځو اکثره دوسیې ښې نه دي څیړل شوې، که څه هم وزارت په دې برخه کې غوښتنې درلودې، فرمان سره کولای شي چې دوسیې په دقیق ډول ارزیابي شي."

له دې وړاندې یو شمېر ښځینه بندانیانو، مدني فعالانو انتقاد کړی و چې د ښځینه زندانیانو دوسیو ته په خپل وخت رسیده ګي نه کیږي او په دې برخه کې قوانین په درسته توګه نه پلي کيږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG