د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

په پکتیا کې ژورناليستانو ته مرګونې ګواښونه وغندل شول


د پکتيا ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ژورنالیستانو د يوې ګډې خبرې ناستې په ترڅ کې د ګردېز پخواني ښاروال سيداحمد ساپي په ملاتړ لاريون او د خبريالانو تهديد وغانده.

د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل په ګردېز کې نننۍ لاريون د شخصي ګټو په بنياد ګڼي او وايي، هغه څه چې د قانون مطابق وي د پيسو په واسطه يې بايد پر وړاندې تحرکات رامنځ ته نه شي.

نوموړی د دې ډول تحرکاتو د مخنيوي د غوښتنې ترڅنګ وايي چې په مظاهرو کې بايد ژورناليستان خپل کار ته پرېښودل شي او تهديد نه شي.

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"هر هغه څوک چې په ژورناليستانو باندې په زوره د خپلو غيرقانوني غوښتنو لپاره زور او فشار راوړي، موږ يې مخالفت کوو او د ژورناليستانو د کاره ملاتړ کوو او بايد ژورناليستان د کار په ساحه کې خپل کار ته پرېښودل شي."

په دې خبري غونډه کې مدني فعالانو پخوانی ښاروال سيداحمد ساپی په فساد تورن وباله او په عدليه او قضايي ارګانونو يې د نوموړي د نيول کېدو او ترې د پلټنو غږ وکړ.

مدني فعال او د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيدجمال اصف خېل همدا خبره کوي او له مرکزي حکومته غواړي چې په دې اړه لا زياتې پلټنې وکړي:

"پخوانی ښاروال ښاغلی سيداحمد ساپی په فساد باندې ککړ وو او په دې کمه موده کې يې د ښاروالۍ له بانکي اکاونټه په غير قانوني ډول ډېرې پيسې ايستل شوې دي او موږ له افغان ولسمشره غواړو چې له دغه ښارواله زموږ د مظلومو پکتياوالو حق بيرته واخلي او نوموړی عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او د ژورناليستانو تهديد موږ په کلکه غندو او د بيان ازادۍ لپاره يې زيانمنه مساله بولو او له اړوندو ادارو غواړو چې د ژورناليستانو د تهديد او ګواښوونو مخه ونيسي."

د پکتيا پرېس کلب مشر احسان الله مهجور وايي چې د لاريون په ترڅ کې يو شمېر خبريالان ښکنځل شوي او تهديد شوي دي چې دوی يې له خپل ادرسه غندنه کوي او له حکومته غواړي چې د ژورناليستانو ژوند خونديينې ته تابيا ونيسي.

ښاغلي مهجور زیاته کړه:

"ننني لاريون کې هم د پکتيا يو څو کسان راټول شوي وو، لاريون يې کړی و او ژورناليستان ورغلي وو او غوښتل يې په دې لاريون او مظاهره باندې راپور جوړ کړي، خو هغوی راشړلي او په مرګ ګواښلي وو او موږ له افغان حکومته غواړو چې د ژورناليستانو په وړاندې د داسې ګواښونو مخه ونيسي او بل دغه کسان چې ژورناليستان يې ګواښلي بايد وپوښتل شي چې ولې دوی په ژورناليستانو دوی خپلې غيرقانوني غوښتنې په زور مني؟ او د نن ورځې دغه ګواښونه موږ په کلکه غندو او په حکومتي چارواکو غږ کوو چې د دې مسالې پلټنه وکړي."

نوموړی دا هم وايي، ژورناليستان خپل راپورونه د ژورنالېزم د اخلاقو په بنياد برابروي، خو ځينې کسان غواړي چې په ژورناليستانو باندې خپلې غوښتنې په زور او تهديد ومني؛ خو ژورناليستان به کله هم د ژورنالېزم د اصولو خلاف کار ونه کړي.

دا چې د نن ورځې په مظاهره کې ژورناليستان د چا له خوا د مرګ په تهديد ګواښل شوي دي، په پکتيا کې د ژوندون راډيو ټلويزون خبريال فريدالله احمدزی راته وايي:

"موږ لاړو چې د مظاهرې په اړه راپور جوړ کړو، کله چې سيمې ته ورسېدو يو شمېر غير مسول وسلوال چې د مظاهره چيانو په منځ کې وو رامخکې شول او ټول ژورناليستان چې په شريکه دغې مظاهرې ته ورغلي وو په مرګ وګواښل شول او له مظاهرې وشړل شول."

په ګردېز ښار کې نږدې پنځوسو کسانو د ګردېز ښاروال سيداحمدساپي په ملاتړ مظاهره وکړه او مظاهرې ته ورغلي ژورناليستان د مظاهره چيانو په منځ کې د غير مسولو وسله والو له لوري په مرګ وګواښل شول.

موږ هڅه وکړه چې د مدني ټولنو د خبري ناستې په اړه د ګردېز پخواني ښاروال سيداحمدساپي نظر هم د هغو تورونو په اړه چې په غير قانوني ډول يې د ښاروالۍ له اکاونټه پيسې باسلې دي، نظر ترلاسه کړو، خو د پرلپسې هڅو سره، سره د ده په پيداکولو کې پاتې راغلو.

ولايتي شورا، مدني فعالانو او د پکتيا ژورناليستانو؛ په نننۍ مظاهره کې د ژورناليستانو د تهديد د مخنيوي په اړه يوه عاجله خبري ناسته وربللې وه او ټولو په شريکه يو پينځه ماديز پرېکړه ليک ولوست او له حکومته يې پکې د ژورناليستانو د خوندينې، د غيرقانوني تحرکاتو د مخنيوي، د ولسمشر د فرمانونو د پر وخت پلې کېدو او په اداره کې د فاسدو چارواکو د محاکمه کېدو غوښتنې کړې وې.

راپور- داود تپان - پکتيا

XS
SM
MD
LG