د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

غوري: د کندز تر سقوط وروسته دې ولایت کې ۱۳۴۵وسله وال وژل شوي


د کندز امنیتي چارواکي وايي، د کندز ښار تر بېرته نیولو وروسته تر سره شوو عملیاتو کې ۱۳۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دا څرګندونې په دغه ولایت کې د ملي اردو د شلمې فرقې قوماندان محي الدین غوري د کورنیو چارو وزارت د ورغلي پلاوي او د شمال ختیځ زون امنتیي چارواکو ترمنځ ګډې غونډې پرمهال وکړې.

ښاغلي غورې زیاته کړه چې د دولتي ځواکونو تصفیوي عملیات د کندز ولایت په یو شمېر سیمو کې دوام لري چې په نتیجه کې یې د وسله والو طالبانو زیات شمېر پوځي تجهیزات هم له منځه تللي دي:

غوري زیاته کړه:

"د طوفان ۱۱ په نوم زموږ عملیات په ارچې ولسوالۍ کې جریان لري او موږ په ارچي کې پرمختک کړی دی، پخوا په ارچي کې وضعیت خراب و، اوس وضعیت ښه دی، د کندز سقوط نه وروسته تر اوسه پورې په دې ولایت کې ۱۳۴۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي."

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د چارو عمومي قوماندان لوی پاسوال محمد سالم احساس وویل چې د دولتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږې رامنځته شوې او په تر سره شوو عملیاتو کې دښمن ته سخته ضربه ور کړې ده.

ښاغلي احساس وویل:

"د سپین زر زون د جوړېدو ډېر کم وخت کېږي خو په دې موده کې یې ښه لاسته راوړنې لري همدارنګه د دوی د راتلونکو عملیاتونو پلانونه چې موږ و کتل ډېر ښه ترتیب شوي او په پلي کېدو سره به یې ښه پايلې ترلاسه کړو او د کندز د خلکو ستونزې به هم هوارې شي."

په داسې حال کې چې تر دې مخکې به دغه ولایت کې لنډ مهاله تصفیوي عملیات تر سره کېدل، خو د کورنیو چارو وزارت د امن و عامه نظم پولیسو عمومي قوماندان زمری پیکان وايي چې تر دې وروسته به د دوی عملیات لنډ مهاله نه بلکې د اوږد مهال لپاره دوام کوي.

ښاغلي پیکان وویل:

"د دولتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږې رامنځته شوې ده او زموږ تصفیوي عملیات به په کندز کې دوام ولري همدارنګه کومې سیمې چې د دښمن له موجودیت څخه تصفیه کېږي او د هغوی د ساتلو لپاره به پوره هڅې کېږي."

بل خوا په کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیرعزیز کامه وال رسینو ته وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د دوی له خوا تر سره شوو عملیاتو کې څه باندې ۴۰ وسله وال وژل شوي ۲۱ عرادې رنجر موټر او پنځه عرادې هاموي زغروال چې مخکې یې له دولت څخه نیولي وو له منځه تللي دي.

ښاغلي کامه وال زیاته کړه:

"موږ په کندز کې د پسرلي موسم تر رارسېدو پورې خپلو عملیاتونو ته زور ورکو،څو دخلکو باور جلب کړو او د دښمن تبلیغات باید شنډ کړو."

د رسمې سرچېنو د معلوماتو له مخې، دامهال د کندز ښار شاوخوا کلیو او بانډو کې وسله وال طالبان حضور لري چې دې مسالې د کندز ښاریان ټول اندېښمن کړي، خو امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي چې دوی به ډېر ژر د کندز ښار شاوخوا کلي د طالبانو له موجودیت څخه تصفیه کړي.

خو تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د خپلو وژل شویو کسانو شمېر په اړه څه نه دې ویلي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG