د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

پاکستانۍ جنګي الوتکو په خيبر ايجنسۍ او شوال کې ٢٣وسله وال وژلي


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د دې هېواد جنګي الوتکو افغان پولې ته څېرمه په خيبر ايجنسۍ او شوال کې هوايي بريدونه کړي او ګڼ شمېر وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې هېواد د پوځ مطبوعاتي څانګې په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دا هدفي هوايي بريدونه د جمعې په ورځ سهار افغان پولې ته نزدې د خيبر ايجنسۍ په لرې پرتو سيمو او په شوال کې ترسره شوي چې په نتيجه کې يې لږ تر لږۀ ٢٣ وسله وال وژل شوي او ١٠ نور ټپيان شوي دي.

دغه خبرپاڼه همداراز کاږي چې په دغو هوايي بريدونه کې يې د وسله والو ٦ مرکزونه هم له منځه وړي دي.

که څه هم پوځ په دغو بريدونو کې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي؛ خو تر دې دمه يې لا د دوى د هويت په اړه څه نه دي ويلي؛ خو پاکستاني رسنۍ وايي چې دغه وژل شوي وسله وال د تحريک طالبان پاکستان او لشکر اسلام وسله والې ډلې غړي دي.

په عين حال کې په خيبر ايجنسۍ کې باخبرو ځايي سرچينو د نوم نه اخيستو په شرط ازادي راډيو ته د دې ايجنسۍ په لرې پرتو سيمو کې د جنګي الوتکو د بريدونو پخلى وکړ؛ خو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه يې څۀ ونه ويل.

خيبر ايجنسۍ افغان پولې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده چې د تحريک طالبان پاکستان او د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام وسله والې ډلې پياوړى مرکز ګڼل کېږي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د تېر ٢٠١٤م کال د جون مياشتې راهيسې افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان او همداراز د همدې کال له اکتوبر راهيسې د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمو کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پر ضد پراخ پوځي عمليات کړي چې لا هم روان دي.

که څۀ هم دا عمليات د تېر ميلادي کال په نيمايي کې پيل شوي وو؛ خو دا تر هغې وروسته تېز شول چې پاکستاني طالبانو د همدې کال د ډسمبر په ١٦مه په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي "ارمي پبلک سکول" خونړى بريد وکړ او د زده کوونکيو په ګډون يې په کې نزدې ١٥٠ کسان ووژل.

پوځي مقاماتو تېره اوونۍ ادعا وکړه چې په دغو عملياتو کې يې تر دې دمه ٣٤٠٠ ترهګر وژلي او د هغوى سلګونه مرکزونه او پټنځايونه يې له منځه وړي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دغو يادو قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له پېلېدا سره سم لکونه خلک بې کوره شول او همداراز دغو سيمو ته د خبريالانو په ورتګ بنديز ولګېد چې له امله يې لا تر دې دمه خپلواکو او ځايي سرچينو د پوځ د ادعاوو پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG