د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

اشرف غني: ټاپي پروژه د افغانستان د اقتصاد د بدلون اساس جوړوي


افغان حکومت وايي چې د ټاپي پروژې د افتتاح لپاره افغانانو سختې شپې او ورځې تېرې کړې او د دغې پروژې بشپړېدل به په سیمه او افغانستان کې له امنیت سره مرسته وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ له ترکمنستان څخه له راستنېدو وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا پروژه د افغانستان لپاره ځکه ګټوره ده چې د هېواد اقتصاد کې به اساسي بدلون رامنځ ته کړي:

"دا پروژه د افغانستان د اقتصاد د بدلون اساس جوړوي؛ نو له یو خوا به یې دولت د امنیت لپاره هر اړخیز اقدامات وکړي، د یادې پروژې د امنیت لپاره به ځانګړي ځواکونو ته تعلیم او تربیه ورکړي امنیت به یې خوندي کړي، دغه سیمه ییزه او نړیوال لویه پروژه د اکثره افغانانو او د راتلونکي نسل د ښه راتلونکي لپاره ده."

تاپي پروژه چې د تېرې یکشنبې په روځ د ترکمنستان په ماري ښار کې په رسمي توګه پرانستل شوه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

یاده پروژه۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومتره د افغانستان له خاورې تیریږي.

افغان حکومت وايي چې هر کال به د دغې پروژې له درکه افغانستان ته ۴۰۰ میلیونه ډالره مستقیم عواید راشي.

افغان چارواکي زیاتوي چې د ټاپي د پروژې له پیلېدو سره به په افغانستان کې شاوخوا پنځوس زره کسانو ته کار پیدا شي او د دې ګازو ۱۶ په سلو کې به افغانستان ته ورکول کیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني په ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه په ځوانانو غږ وکړ چې له دغې پروژې څخه ملاتړ وکړي او حکومت به یې د امنیت لپاره خاص پام وکړي.

محمد اشرف غني وویل چې د ټاپي پروژې بشپړېدل به په سیمه کې د متقابلو همکاریو دروازه پرانیزي.

همدرانګه ښاغلي غني زیاته کړه چې منځنۍ اسیا د نفتو بډایې زیرمې لري او جنوبي اسیا یې د مصرف ښه مارکیټ لري چې د لېږد لاره یې افغانستان ده:

"اساسي ټکي ته وګورئ منځنۍ اسیا د نړۍ د انرژۍ د تولید د ثقل مرکز دی او جنوبي اسیا هغه ځای دې چې زیاته انرژۍ ته اړتیا لري؛ په منځ کې افغانستان پروت دی دا او دې ته ورته نورې پروژې به ان شا‌ءالله ثابته کړي چې زموږ موقعیت زموږ بهترینه دارايي ده؛ زموږ هدف دا دی چې په دغه څلور لارې بدله شي چې دا پروژه یې یوه نمونه ده."

ښاغلي غني زیاته کړه چې د ټاپي پروژې سره به یو ځای د نوري فایبر پروژه هم بشپړه شي چې هند به د اړیکو له پلوه د ځمکې له لارې له اروپا سره ونښلوي او همدرانګه به ترکمنستان یوه اندازه بریښنا له همدې لارې پاکستان ته انتقال کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG