د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

بلوڅان وايي امنيتي ادارې یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي


پرون پنجشنبې په نړۍ کې د بشري حقونو نړېواله ورځ وه، په کوټه کې د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي سازمان، د بشري حقونو يوې ټولنې او د بلوڅو يوه ملتپال ګوند دا ورځ د احتجاجي مظاهرو او سېمينار په بڼه لمانځلې او غوښتنه يې کړې چي د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې دي پوځي عمليات پاى ته ورسېږي او په زرګونه ورک بلوڅان- د لادرکه مېرمنو په شمول دې وموندل شي او محاکمه دې شي.

د بلوچستان اوسنى ايالتي حکومت ادعا کوي چې د تېر په نسبت په اوسني حکومت کې د بلوڅو سياسي فعالانو د مرموزو تښتونو او وژنو پېښې کمې شوي دي، خو بلوڅ ملتپال او د بشري حقونو ادارې وايي چي په تېرو دوه نيمو کلونو کې تر پخوا څو چنده زيات بلوڅ ځوانان په زوره لا درکه کړاى شوي او تر اوسه پورې يا تري تم دي او يا وژل شوي دي.

له ادعا سره سم په بلوچستان کې د زرګونو ورکو بلوڅانو په ملاتړ پرون په کوټه کې د دسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو نړېواله ورځ د سېمينار او احتجاجي مظاهرو په بڼه ولمانځل شوه.

بلوچستان نېشنل ګوند او د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي سازمان د کوټې د پريس کلب مخې ته احتجاجونه وکړل چې د ښځو په شمول لسګونو کسانو په کې ګډون کړى وو او په شعارونو کې يې په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو د موندلو، د پوځي عملياتو د پاى ته رسېدو او د بشر ضد اعمالو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

احتجاجي مظاهرې ته د بلوچستان نېشنل ګوند د ښځو د څانګې مشرې راشدې مېنګل وويل چې پخوا به د بلوڅو له سيمو ځوانان تښتول کېدل او تر وژل کېدو وروسته به يې خراب شوي مړي موندل کېدل، خو وايي سږ کال يې له سيمو څخه مېرمنې هم په عملياتو کې وړل شوي دي چې وايي، دا کار بلوڅانو ته په هيڅ ډول د زغم وړ نه دى:

"د پاکستان په اساسي قانون کې چې د دې هېواد هر سړي ته کوم اساسي حقوق ټاکل شوي بلوڅانو ته نه ورکول کېږي، ولې موږ پاکستانيان نه يو، مخکې خو به بلوڅ ځوانان تښتول کېدل، خو اوس زموږ ښځې هم نه پرېږدي او تښتوي يې، که بلوڅان ترهګر وي محاکمه يې کړئ که ګناهکاره وي سزا ورکړئ، خو له بلوڅانو سره دومره ناانصافي مه کوئ چې له مجبورئ غرونو ته وخېژي."

د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ وايي، په پاکستان کې د ورکو بلوڅانو په موندلو کې د دوى يواځينۍ هيله د پاکستان سترې محکمې ته وه، خو وايي، سترې محکمې هم په تېرو ورځو کې د ١٩٧ ورکو بلوڅو دوسيې خارج کړې.

نصرالله بلوڅ وايي، دوى کلونه- کلونه د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ پورته کړ، خو هيڅ نتيجه يې ور نه کړه او د بلوڅو ځوانانو د مرموزو تښتونو لړۍ لا هم دوام لري.

ښاغلی نصرالله بلوڅ زیاتوي:

"د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې اوس هم پوځي عمليات روان دي، د بشري حقونو ادارو هم دا خبره تاييد کړې چې په پوځي عملياتو کې د هغو خلکو مړي غورځول شوي چې له پخوا ورک وو، دا چې اساسي قانون او بشري حقوق ترپښو لاندې کېږي د دې مخنيوي لپاره په ځانګړي توګه موږ ډېر ږغ پورته کړ، د پاکستان د سترې محکمې او اعلى محکمې دروازې مو وټکولې او د اوسني حکومت له خوا هم په دې برخه کې هيڅ پرمختګ ونه شو."

د بلوڅو د بشري حقونو يوه سازمان هم د بشري حقونو نړېواله ورځ د يوه سېمينار په بڼه ولمانځله چې د بېلابېلو ګوندونو مشرانو او د پاکستان د بشري حقونو فعالانو په کې ګډون کړى وو.

د سېمينار برخه والو وويل چې د بلوچستان ستونځه سياسي ده او له سياسي او قانوني لارې بايد حل شي، نه دا چې په غير قانوني ډول ځوانان وتښتول شي او په شکنجو و وژل شي.

د بشري حقونو يوې فعالې مېرمنې بي بي ګل بلوڅ وويل، سږ کال تر شپېتو زيات هغه کسان چې مخکې له مخکې ورک وو- په پوځي عملياتو د ترهګرو په نامه و وژل شول.

اغلې بي بي ګل زیاتوي:

"په بلوچستان کې بشر ضد اعمال له اوږدې مودې راهيسې دوام لري، مخکې به خلک تر تښتول کېدو او شکنجه کېدو وروسته کله - کله را خوشې هم شول، خو نن که کوم ښوونکى، محصل، سياسي فعال، ژورناليست يا د ژوند له نورو برخو سره تړلى کوم کس که له امنيتي پوستې، له بازار يا خپل کوره يوړل شو، نو کورنۍ يې د بيرته ژوندي ورتګ هيله وبايلي."

د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان د شمېر له مخې تراوسه پورې د بلوڅو له سيمو تر ۲۰زرو زيات بلوڅان ورک دي چې وخت په وخت يې مړي موندل کېږي، خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغو ورکو بلوڅانو شمېر له ۱۵۰ تر ۲۰۰ تنو پورې دى.

له ٢٠٠٨میلادي کاله راهيسې د دغو ورکو بلوڅانو د خرابو مړيو د موندنو لړۍ لا تر اوسه دوام لري چې د حکومتي شمېر له مخې تر اوسه د ٨٠٠ بلوڅو ځوانانو مړي موندل شوي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG