د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

"افغانستان نه دی توانېدلی چې د اقتصادي همکاریو له سیمه ییزو سازمانونو لازمه گټه واخلي"


د افغانستان یو شمېر سیاسي او اقتصادي کارپوهان وايي، افغانستان نه دی توانېدلی چې د اقتصادي همکاریو له سیمه ییزو سازمانونو څخه لازمه ګټه پورته کړي.

دوې وویل، د دې علت د افغانستان کمزوري اقتصادي پالیسي ده.

ځینو دا هم وویل، نه یوازې دا چې د افغانستان اقتصادي پالیسي کمزورې ده، بلکې دې سازمانونو هم د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره لازم کارونه نه دي کړي.

د افغانستان د سیاسي او اقتصادي چارو پوهان وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې د معیاري اقتصادي پالیسیو په اساس د سیمې د اقتصادي او ګډو همکاریو په سازمانونو کې د یوه فعال غړي په توګه خپل دریځ تثبیت کړي.

دوې د چهارشبنې په ورځ په کابل کې د علومو اکاډمۍ له خوا په جوړ شوي سیمینار کې وویل، افغانستان اوس مهال د اقتصادي او د ګډو همکاریو د کابو ۱۵ سیمه ییزو سازمانونو غړیتوب لري، خو د کمزورو اقتصادي پالیسیو له امله نه دی توانېدلی چې په دې سازمانونو کې د پام وړ رول ولري او یا ورڅخه لازمه ګټه پورته کړي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ریاست سرپرست محمد اسلم افضلي وویل:

"هغه عمده ستونزه چې افغانستان یې له مخې نه دی توانیدلی چې له دې سازمانونو سمه ګټه پورته کړي، هغه د هېواد په بهرني سیاست کې د لازمو پالیسیو نه شتون دی.

چارواکو په دې برخه کې لنډ فکر کړی او راتلونکې یې له پامه غورځولې ده."

په دې سیمینار کې تر ډېره ځایه د جنوبي اسیايي د هېوادونو د همکاریو سازمان سارک، د منځنۍ اسیا د اقتصادي همکاریو سازمان شانګهای او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي همکاریو سازمان ایکو ته اشاره وشوه.

د اقتصادي چارو ځینو پوهانو وویل، که له یوې خوا افغانستان د خپلو کمزورو پالیسیو له امله نه دی توانېدلی چې د دې سازمانونو مرستې جلب کړي له بلې خوا دغو سازمانونو هم په سیمه کې ګډې سولې ګډې اقتصادي پراختیا او د تروریزم او مخدرو موادو پرضد د ګډې مبارزې لپاره له ژمنو سره سمې هڅې نه دي کړي.

کارپوهانو دا هم وویل، افغانستان باید په دې سازمانونو کې خپل منځ لاری سیاسي او اقتصادي استقلال ثابت کړي، څو د دې سازمانونو د یو باثباته غړي په توګه وپېژندل شي.

د اقتصادی چاور پوه استاد مسعود وویل:

"سیمه ییز او نړېوال سازمانونه په افغانستان کې سخت ناکام وو او لاملونه یې د ښه مدیریت نشتوالی، بل دا چې دې سازمانونو له افغانستان سره صداقت نه دی کړی او درېیم دا چې سازمانونه افغانستان له یو لوې قدرت سره په اړیکو کې ویني."

کارپوهانو دا هم وویل، د هغو سازمانونو پریکړې چې افغانستان یې غړیتوب لري باید پرځاې پاتې نه شي او عملي کېدو ته یې جدي هڅې جاري وساتل شي.

د ایسا، یا د افغانستان د پانګونې اچونې د ملاتړې ادارې ريیس محمد قربان حقجو د چارو د لاسمون لپاره یو لړ وړاندیزونه هم وکړل:

"موږ خپلې بهرنۍ پالیسې باید داسې ترتیب کړو، له کومو هېوادونو سره چې اقتصادي اړیکي لرو، سیاسي اړیکو ورسره هم پراخې کړو.

دا موضوع باید په یو ملي اجنډا بدله شي، د حکومت ټول وزارتونه په کې فعاله برخه واخلي."

کارپوهانو دا هم وویل، افغانستان باید د اقتصادي ودې، د تجارت د پراختیا او داسې نورو زیربنایې پروژو لپاره یوازې پر بهرنیو مرستو تکیه ونه کړي بلکې داسې ابتکار ولري چې افغانستان د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سولې او پرمختګ په یوه واټ بدل کړي.

دوې تاکید وکړ چې افغان حکومت باید د هېواد له جغرافیايي موقعیت څخه ډېره ګټه پورته کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG