د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د ملکيانو د سرونو غوڅول افغان حکومت او نړېوالو ته یو خطرناک پیغام


نړېوالو رسنیو تر ډېره د ۷ افغان ملکیانو په اړه چې په زابل ولایت کې وسله والو سرونه ترې غوڅ کړي وو مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د اوو هزاره افغانانو وژنه چې پړه یې پر اسلامي دولت یا داعش ډلې اچول شوې؛ په کابل کې د پراخو مظاهرو باعث شوه.

دې ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د مظاهرو د یوه تنظیموونکي احمدشاه ستانکزي له قوله لیکلي چې وايي؛ متحد ایالات او نړېوال متحدین یې چې لاهم په افغانستان کې حضور لري؛ له افغانستان سره د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړی دی او باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

ستانکزی وايي، امریکا به تر کومه وخته غلې وي. له واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې دی له امریکایي چارواکو غوښتي دي چې افغانستان ته د اړتیاوړ تجهیزات ورکړي؛ څو له تروریزم سره مبارزه وکړای شي.

نیوزویک:

نیوزویک مجله د افغانستان په اړه د خپلې پرونۍ ګڼې مطلب په دې جملو پیلوي چې اعتراض کوونکو د داعش ډلې له خوا د ملکيانو له سر غوڅولو وروسته د ارګ له دېوالونو د اوښتو هڅه وکړه.

نیوزویک په خپل مطلب کې د مظاهرې په ورځ د ولسي جرګې د مشر وینا ته اشاره کوي چې وايي؛ د ملکي افغانانو د سرونو غوڅول د افغانستان د حکومت او نړېوالو متحدانو لپاره خطرناک پیغام دی.

عبدالرووف ابراهیمي ویلي، دا پېښه په کومې کورنۍ یا قوم پورې اړه نه لري؛ بلکې له ټولو افغانانو سره تړلې مساله ده.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه هم د کابل د پراخو مظاهرو په اړه په یو مطلب کې په وژل شویو کسانو کې د دوو ښځو او د شکریې په نوم د نهه کلنې نجلۍ یادونه کوي او لیکي لکه څرنګه چې د کابل د یوشمېر ښاریانو له خوا د وژل شوې فرخندې په جنازه کې ښځې په لومړۍ لیکه کې وې؛ د چارشنبې ورځې په مظاهرو کې هم ښځې مخکښې وې.

ورځپاڼه زیاتوي، دا پراخه مظاهره هغو سترو لایونونو ته ورته وه چې تېرکال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په شپو ورځو کې وشول.

ګارډین لیکي، له حکومت څخه ناامیدۍ زیات شمېر افغانان اړ کړي چې اروپا ته مخه کړي او په دوی کې اکثریت هزاره ځوانان دي. د ورځپاڼې په وینا، دا ځوانان د یوې هوسا راتلونکې په هیله له افغانستانه وځي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د داعش ډلې له خوا په زابل کې د اوو ملکي وګړو د وژنې په اړه د افغان چارواکو د څرګندونو یادونه کړې او لیکي، سره له دې چې د داعش یوه څانګه په افغانستان کې شته د اسلامي دولت له اصلي ډلې سره چې په عراق او سوریه کې فعاله ده؛ لږ عملیاتي اړیکې لري، خو ورخپاڼه زیاتوي، د تشدد زیاتېدو په افغانستان کې وضعیت کړکېچن کړی.

ورځپاڼه د افغان امنیتي چارواکو له قوله لیکي چې وايي؛ د ملاعمر له مړینې وروسته د طالبانو د مشرتابه پرسر اختلافونو په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې په فعالیت کې زیاتوالی راوستی او په نتیجه کې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې نوې ډلې جوړې شوې.

XS
SM
MD
LG