د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د "نوي کابل بانک" د خصوصي کیدو داوطلبي اعلان شوه


د افغانستان د مالیې وزارت یوځل بیا د نوي کابل بانک د خصوصي کیدو د داوطلبۍ اعلان وکړ.

د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رییس محمداقا کوهستاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل چې داوطلبان کولای شي تردوو میاشتو پورې خپل وړاندیزونه مالیې وزارت ته وسپاري.

پرهمدې مهال د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال وویل چې د نوي کابل بانک اخیستونکي باید په شرایطو برابروي او جرمي سابقه ونه لري.

افغان حکومت د نوي کابل بانک د خصوصي کیدو هڅې داسې مهال پیل کړې چې تر اوسه هم د دغه بانک پخوانۍ حقوقي قضیه وروستۍ شوې نه ده او له دې بانکه ایستل شوي پيسې هم حکومت ته په لاس نه دي ورغلي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د افغان کابینې په غوښتنه یې یوځل بیا د نوي کابل بانک د خصوصي کیدو هڅي پيل کړي دي.

د مالیې وزارت د خزاینو رییس محمداقا کوهستاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې د نوي کابل بانک داوطلبان کولای شي د وضعه شوو معیرانو په پوره کولو سره خپل وړاندیزونه دغه وزارت وسپاري:"نن موږ عملاً د خصوصي کیدو پروسه اعلانوو، د خصوصي کېدو دا پروسه تر دوو میاشتو پوره ده، په دغه دوو میاشتو کې ټولې هغه کمپنۍ او موسسې چې پر شرایطو برابروي هغوی کولای شي، چې خپل وړندیزونه موږته وړاندې کړي."

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه، د کورنیو داوطلبانو تر څنګ بهرني داوطلب شرکتونه هم کولای شي خپل وړاندیزونه دوی ته وړاندې کړي.

هغه وویل د نوي کابل بانک داوطلب باید د یو لړ نورو شرایطو د پوره کولو ترڅنګ د فعالیت رسمي جواز او په خپل بانکي حساب کې ۲۰ میلیونه ډالر ولري.

له دې وړاندې هم کابل بانک د خصوصي کیدو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شوی وو، خو هغه معیارونه چې په دې برخه کې ټاکل شوو وو، هیڅ شرکت پوره نه کړل.

پر همدې مهال د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال وویل چې د نوي کابل بانک ترلاسه کوونکي کسان باید په شرایطو برابروي او پخوانۍ جرمي سابقه ونه لري.

ښاغلي هډه وال زیاته کړه چې د پخواني کابل بانک سهم لرونکي هم نه شي کولای نوی کابل بانک واخلي:"هغه کسان چې دا بانک اخلي ایا دا وړ او مناسب کسان دي که نه دي؟ چې دوی مالي امکانات لري که یې نه لري؟

دوهمه برخه چې دوی پخوانۍ جرم ونه لري دوی باید په داسې ادارو کې نوي پاته شوي چې هغه ته یې زیان رسولي وي."

کابل بانک په ۲۰۱۰ میلادي کال کې هغه مهال له مالي ستونزو سره مخ شو چې سهم لرونکو یې ورڅخه څه باندې نهه سوه میلیونه ډالره وایستل.

د ولسمشراشرف غني د حکومت په منځته راتلو سره د کابل بانک جنجالي دوسیه بیا پرانستل شوه خو تر اوسه دا دوسیه نه ده تړل شوې.

که څه هم افغانستان بانک د کابل بانک د پورونو یوه اندازه ترلاسه کړې او د ځینو پوروړو ملکیتونه یې کنګل کړي، خو تر اوسه له کابل بانک څخه ټولې وتلې پيسې حکومت ته په لاس نه دي ورغلي.

نوی کابل بانک په داسې حال کې خصوصي سکتورته ورکول کیږي چې د افغانستان بانک د چارواکو په وینا دا بانک اوس مهال هره میاشت مالي زیان ویني.

XS
SM
MD
LG