د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

اروپا ته د قره قل پوستکي په صادراتو کې ۵۰ فیصده کموالی راغلی


په شمال کې د قره قل پوستکي د صادراتو او پروسس انسټیټیوټ چارواکي اروپایي هېوادونو ته د افغاني قره قل پوستکي د صادراتو د سطح له ټیټوالي څخه خبر ورکوي.

په بلخ ولایت کې د یاد انسټیټیوټ مشردین محمد نوري پور وايي چې نسبت تېرکال ته د روان کال په ترڅ کې د قره قل پوستکي په صادارتو کې ۵۰ سلنه کموالی رامنځته شوی او د همدې کال په ترڅ کې یې یواځې ۲۵۰ زره د قره قل پوستکي اروپایي هېوادونو ته صادر کړي دي.

ښاغلي نوري پورله ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې هرکال یې ۵۰۰ زره د قره قل پوستکي اروپایي هېوادنو ته لېږداوه، خو د روان کال په ترڅ کې یې د چین او روسیې په ګډون ټول ټال ۲۵۰ زره پوستکي له هېواده بهرته صادر کړي دي:

((د قره قل د پوست په صادارتو کې نسبت پخوا ته اوس مهال د روان کال په ترڅ کې ۵۰ سلنه کموالی رامنځ ته شوی دی، هرکال موږ تر ۵۰۰ زره پوستکي بهرني هېوادنو ته خاصتاً اروپا ته لېږداوه، خو اوس مهال تر دې دمه موږ یواځې ۲۵۰ زره بهر ته صادر کړي دي.))

د قره قل د صادارتو او پروسس انسټیټیوټ چارواکي وايي، چې په شمال کې موجوده ناامنیو هم تریوه حده د قره قل د پوستکي پر صادارتو منفي اغېزه کړې ده.

د نوري پور په خبره چې افغاني قره قل ډېری د فنلنډ او ډنمارک هېوادونو په ګډون ځینو اسیايي هېوادونو لکه چین، ازبکستان او روسیې ته هم صادریږي.

دی وايي، چې په فنلنډ او ډنمارک کې د مود او فېشن لویې کمپنۍ د افغاني قره قل د پوستکي څخه د لباس او د چرمي بوټونو په جوړلو کې کار اخلي.

دین محمد زیاتوي چې مالدارانو ته یې توصیه کړې ده، ترڅو د قره قل مېږې ذبح نه کړي او تر پسرلي پورې یې وساتي:

((په بهر کې د نړېوال بازار د نشتون له امله موږ مالدارانو ته توصیه وکړه، چې د قره قل مېږې ذبح نه کړي او تر پسرليه یې وساتي چې بیا مېږې وپلوري.))

د قره قل پوست د صادارتو او پروسس په انسټیټیوټ کې چارواکي وايي، چې د افغاني قره قل یو جلد پوستکی په نړېوالو بازارونو کې له ۵۰ تر ۷۰ ډالرو پلورل کیږي.

باید یاده شي چې د افغاني قره قل پوست د جنوبي اسیا په سطح له ښه کیفیت لرونکو پوستکو څخه شمېرل کیږي، چې په نړېوال بازار کې هم ښه اعتبار لري.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG