د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

چین ته د معصوم ستانکزي د سفر عمده لاسته راوړنې څه دي؟


د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست چین ته په خپل سفر کې د هغه هېواد له چارواکو څخه د افغان ځواکونو د تجهیزولو غوښتنه کړې ده.

معصوم ستانکزی څو ورځې وړاندې چین ته تللی وو او هلته یې د سیمې د وضعیت په اړه په یوه جوړ شوي کانفرانس کې ګډون کړی وو.

د دفاع وزارت د ستراتیژیکو روابطو او عامه اړیکو مرستیال جنرال حبیب الرحمان وایي چې ښاغلی ستانکزی د چین له سفره ډک لاس را ستون شوی دی.

زموږ همکار اسدالله لودین له جنرال حبیب الرحمان سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي چې چین ته د دفاع وزارت د سرپرست د سفر عمده لاسته راوړنې څه دي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG