د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

بلوڅې مېرمنې:کورونه مو په پوځي عملياتو کې بمبار او سوځول کېږي


د ورکو بلوڅو د کورنيو مېرمنې په کوټه کې رسنيو ته ويلي چې پاکستاني امنيتي ځواکونو د پوځي عملياتو په ترڅ کې د بلوچستان په اواران سيمه کې د بې ګناه بلوڅانو کورونو ته اور اچولى او ځيني يې بمبار کړي دي، د ورکو بلوڅانو د ملاتړ سازمان وايي؛ اوس نه يواځې ځوانان، بلکې د بلوڅو سپين ږيري هم په مرموز ډول تښتول کېږي.

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان له دوو بلوڅ مېشتو سيمو بلوڅو مېرمنو په دوو جلا خبري کنفرانسونو کې فرياد او شکايت کاوه چې په سيمو کې يې پوځي عمليات په پرلپسې ډول دوام لري او نارينه يې له کورونو په زوره ايستل کېږي او تښتول کېږي.

د کوټې ښارجنوب لور ته د مستونګ د سپلنجي سيمې يو سپين ږيرى وايي، دوې ورځې وړاندې د دوى د کلي څو سپين ږيري امنيتي ځواکونو سهار وختي د ده په مخ کې تر لمانځه وروسته له ځانه سره بوتلل او تر اوسه يې د مړي او ژوند درک نه شته:

((قريباً لس يوولس موټر له عسکرو ډک راغلو، کلى يې محاصره کړ، کليوالو مو په جومات کې لمونځ کړى وو، د قران کريم تلاوت يې کاوه، ځيني کسان له جوماته را وتلي وو، امنيتي سرتېرو ټول سړک نيولى وو، ځيني کسان د سړک سر ته رسېدلي وو، خو چې له جوماته ور ووتل په هغوى کې يې څو کسان ونيول، زه هم په څه چل کور ته ترې را خوشى شوم.))

د سکينې په نوم بلوڅې مېرمنې خبري غونډې ته په وينا کې ادعا وکړه چې ملېشه ځواکونو يې پينځه شپېته کلن تره، څلوراويا کلن ماما او د ماما اته دېرش کلن زوى سهار وختي له جوماته وتښتول او تر دې وړاندې يې هم د تره زوى هم د تېر ٢٠١٤م کال په مې کې ترى تم شوى چې لاهم ورک دى. وايي خپل خپلوان يې سوله خوښوونکي پاکستانيان دي او له هيڅ سياسي ګوند سره تړاو نه لري، خو په مرموز ډول تښتول شوي دي:

((د بولان د سپلنجي سيمې په شمول په ټول بلوچستان کې بې له توپيره د بلوڅو کورونه او جونګړې په بمبار الوځول کېږي چې له هغو سيمو خلک کډه کېږي او پخپل وطن کې مهاجرتونو ته اړ دي، ماشومان، سپين ږيري او ښځې يا وژل کېږي يا تښتول کېږي، نن د بلوڅانو ټول وطن پوځ محاصره کړى دى.))

د ايران پولي ته نژدې له اواران سيمې راغليو بلوڅو مېرمنو ادعا کوله چې په اواران او مشکې سيمو کې په بېلابېلو کليو کې پاکستاني امنيتي ځواکونو په عملياتو کې سلګونه کورونه بمبار کړي او سوځولي دي، پر ښځو او ماشومانو يې تشدد کړى او ګڼ شمېر خلک يې له ځانه سره بېولي دي. يوه مېرمن وايي:

((د بلوڅو په سيمو کې پوځي عمليات په چټکۍ سره دوام لري، خلک تښتول کېږي، ماشومان او ښځې وهل ټکول کېږي، کورونه يې لوټل کېږي، داسې سيمې شته چې کلي او کورونه پکې له مځکې سره هوار کړاى شوي او سوځول شوي دي، موږ له رسنيو او د بشري حقونو له ټولو ادارو غواړو چې هغو سيمو ته ورشي او و ګوري چې هلته څه ډول حالات دي.))

د ورکو بلوڅو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وايي، د بلوچ نېشنل فرنټ د خپلواکي غوښتونکي بلوڅ مشر ډاکټر الله نذر بلوڅ د مړينې خبر هسې يو پروپاګند دى او هغه ژوندى دى. دى وايي، خپلواکي غوښتونکي بلوڅان په خپلو سيمو کې دفاعي جګړه کوي، خو پر هغوى باندې هوايي بمبار کېږي او وژل کېږي:

((په عملياتو کې دوى جيټ طيارې هم استعمالوي او د بلوڅو پر کورونو بمبار کوي، سرمچاران [خپلواکي غوښتونکي] د ځان د دفاع لپاره جنګېږي، دوى خپله ازادي غواړي او پرخپل ساحل او وسايلو واک غواړي، د همدې لپاره دوى مقاومت کوي او خپله دفاع کوي، خو پر دفاعي جګړه برسېره پر دوى د هيلوکوپټرو په وسيله بمبار کېږي او وژل کېږي.))

د بلوچستان د داخله چارو وزير سرفراز بګټي هغه ټولې ادعاوې ردوي چې ګواکې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دي د عامو خلکو کورونه سوځول شوي يا بمبار شوي وي، دى وايي، ملېشه ځواکونه يې په هيڅ يوه سيمه کې هم پوځي عمليات نه کوي، خو په هغو سيمو کې چې خپلواکي غوښتونکي بلوڅان پکې فعال دي او پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي، سرفراز بګټى وايي هغه ترهګر دي او د ترهګرو په ضد به د پلټنې عملياتو ته دوام ورکوي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG