د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

په افغان قضایې سیسټم کې د پام وړمثبت تغیرلاهم نه دی راغلی


د افغانستان د ملي وحدت حکومت د یوه کال په پوره کېدو سره داسې انتقادونه کیږي چې په قضایې سیسټم کې د پام وړمثبت تغیرات نه دی راغلی.

یو شمېر ادارې وایې چې په تیریوه کال کې د قضایې ارګان له خوا هیڅ یوې جدي قضیې ته رسیده ګې نه ده شوې.

خو د افغانستان ستره محکمه وایې چې په تیریوه کال کې مهمې لاسته راوړنې درلودې.

په افغانستان کې کلونه کېږي چې د عدلي او قضایې سیستم د اصلاح لپاره ډېرې هڅې کیږي، خولاهم په ډېرو برخو کې پرنظام نیوکې نه دي کمې شوي.

د مدني ټولنې یو شمېرفعالان وایې چې د ملي وحدت حکومت رهبران په تیر یوه کال کې د یو شمېرخپلمنځي اختلافاتو له وجې نه دي توانیدلي چې په دې برخه کې پرمختګ وکړي.

د مدني ټولنې فعال سید میثم احساني ازادي راډيو ته وویل چې د کابل بانک د قضیې په ګډون په ډيرو برخو کې لازم اقدامات ونه شول:

((موږ ډيرې لویې قضیې درلودې لکه کابل بانک، د ښارجوړونې وزارت د کارکوونکو د اختلاس او لسګونه نور مسایل چې په خواشینۍ سره تر اوسه یې په اړه لازم اقدامات نه دي شوي.

موږ په تیر یوه کال کې نه یوازې د عدلي او قضایې سیستم د اصلاح شاهد نه وو؛ بلکې برعکس موږپه دغو ادارو کې د سرپرستۍ د دوام شاهدان وو.))

د ملي وحدت حکومت په کاري دوره کې د فرخندې د وژل کیدو قضیه، کابل بانک دوسیه او د ښار جوړونې وزارت د شپږو کار کوونکو د اختلاس مساله له مهمو دوسیو شمېرل کیږي.

همدارنګه د سترې محکمې د ریس ټاکل کېدل، د سترې محکمې عالي شورا غړیتوب ته د یوې ښځې ورپیژندل له نورو مواردو دي.

خو په دغو دوسیو کې د فرخندې د وژنې قضیه د نړېوالو پام ځان ته را جلب کړ.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اندیښنه څرګندوي چې د فرخندې دوسیه لاهم نهایې شوې نه ده، د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدارپه دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

((په تیریوه کال کې د پام وړ لاسته راوړنې نه لیدل کیږي، د فرخندې قیضیه هم عدلي او قضیې نظام ته یو ازمایښت و او تر اوسه هم حکم نهایې شوی نه دی چې دا د تاسف وړ خبره ده.))

۲۷ کلنه فرخنده د نوي کال له پیل یوه ورځ مخکې د یو شمېرکسانو له خوا د قرانکریم د سوځولو په تور په وهلو- وهلو ووژل شوه او بیا یې مړی وسوځول شو.

د کابل ابتدایه او استیناف محکمې خپلې وروستۍ پریکړې نهایې کړي او اوس مهال دا دوسیه د سترې محکمې ترڅيړنې لاندې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د سترې محکمې رییس وايي چې په تیریوه کال کې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ د قضایه قوې نږدې ۶۰ کارکوونکي د فساد په تور له نیول کیدو وروسته محاکمه شوې دي.

یوسف حلیم ازادي راډيوته وویل چې په قضا کې نور رشوت او اړیکو ته ځای نشته:

((د تیریوه کال په موده کې زموږ قضایې ارګان له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې درلودې، موږتقریبآ ۵۷ د قضایه قوې کار کوونکي د فساد په تور نیولي او محاکمه شوې دي او په نورو برخو کې هم جدي کارونه پیل شوې دي.))

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ډاډ ورکړی و، چې ډیر ژربه په قضایه، مقننه او اجراییه قواو کې اصلاحات رامنځ ته شي.

ښاغلي غني ویلي و چې له فساد سره مبارزه د ده په کاري لومړیتوبونو کې راځي.

په عین حال کې د ولسي جرګې عدلي او قضایې کمیسیون په قضایي برخه کې د ملي وحدت حکومت له کارونو په نسبي ډول رضایت څرګندوي.

د دغه کمیسیون غړي محمد عبده وویل چې په عدلي او قضایې نظام کې د یو شمېر پرمختګونو سره سره ستونزې هم موجودې دي:

((موږپه نسبي ډول رضایت لرو، خو زموږ ټينګار په دې دی چې عدالت او د خلکو رضایت باید تامین شي او دا مسایل موږته لومړیتوب لري، ترهغې چې په دې برخه کې قانون تطبیق نه شي.

موږپه دغه نظام کې د خلکو په استازيتوب ویلای شو چې د یو شمېر پرمختګونو په اړه رضایت لرو خو د یو شمېر ستونزو له وجې شکایت هم لرو.))

وموغوښتل چې په تیریوه کال کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ د کارونو په اړه هم معلومات ولرو خو د دې ادارې مسولانو وویل چې په نږدې ورځو کې به په دې اړه راپور برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د لویې څارنوالۍ اداره له ډيرې مودې راهیسې د سرپرست له خوا اداره کیږي.

د ګالپ په نوم د یوې څيړنیزې ادارې له خوا په یوه تازه راپورکې ویلي شوي چې په افغانستان کې یوازې ۲۵ سلنه افغانانو د افغانستان په قضایې سیستم او محاکمو باندې باور لري.

د رپوټونو په اساس په هغو سیمو کې چې طالبان فعالیت لري خلک د قضایې سیستم او محاکمو پرځای د خپلو ستونزو د حل لپاره طالبانو ته مراجعه کوي.

له دې ټولو سره یو شمېرحقوقي کارپوهان هم د افغانستان له قضایې سیسټمه راضي نه دي.

افغان کارپوه بصیرحقیار وایي چې په تیریوه کال کې هیڅ ډول اساسي تغیرات نه دي راغلي.

سره له دې چې په قضایې ادارو کې د فساد موضوع د ملي وحدت حکومت مشران هم مني خو ټينګار کوي چې له فساده د مخنیوي لپاره به جدي هڅې وکړي.

کارپوهان او عام وګړي وایې، هرکله چې په عدلي او قضایې سیستم کې اصلاحات راشي دا کار به په نورو ادارو کې د فساد په مخنیوي کې ګټور تمام شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG